ملاله یوسفزۍ کور ته ستنه شوه

د خپريدو وخت: 11:57 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391
    • د ملالې د کورنۍ غړي لومړی ځل په کوین روغتون کې له هغې سره یوځای شول.
    • روغتون کې د هغې له لېدو وروسته د ملالې پلار وویل، چې په خود کېدو سره سم هغې د ښونځي د کتابونو په اړه پوښتنه وکړه.
    • د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لور یې اصفه بوټو له ملالې سره په روغتون کې ولیدل.
    • کوین روغتون ته له رسېدو څو ورځې وروسته د ملالې دغه لومړنی انځور خپور شو.
    • هغه ډاکټران، چې د ملالې درملنه کوي، وايي د روانې میاشتې په پای او یا د فبرورۍ په لومړیو کې به د ملالې د سر بیا ځلي جراحي وشي.
    • کورته د تګ پر مهال ملالې د روغتون له ټولو کارکوونکو جلا مننه وکړه.
    • ملاله یوسفزۍ د ځانګړي هوايي امبولانس په وسیله له پاکستان څخه برمنګهم ته ولېږدول شوه.
    • ملاله یوسفزۍ، چې د سوات په مینګوره کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ټپي شوې وه، له دوې نیمې میاشتنۍ درملنې وروسته برمنګهم کې له روغتونه کورته لاړه.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .