۲۰۱۴ وروسته افغانستان کې پاتې ځواکونو 'کیفیت' مهم دی

د خپريدو وخت: 13:37 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

ميډيا پلير

پنتګان په پام کې لري چې له ٢٠١٤ کال وروسته به د ٣ زرو تر ٩ زرو امريکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي. د امريکا د دفاع وزير ليون پنېتا ويلي د دغه امريکايي سرتېرو دنده به په افغانستان کې د ٢٠١٤ کال وروسته د ترهګرۍ پر ضد جګړه وي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

له افغانستانه د ٢٠١٤ کال وروسته د نړيوالو ځواکونو له وتلو له امله په دغه هېواد کې انديښنې راټوکېدلي دي.

د وال سټريت ژورنال په يوه رپوټ کې راغلي دي چې د امريکا د دفاع وزارت د ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د خپل سرتېرو د پاتې کېدو په اړه يو پلان چمتو کړى دى.

پنتګان په پام کې لري چې له ٢٠١٤ کال وروسته به د ٣ زرو تر ٩ زرو امريکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.

د امريکا د دفاع وزير ليون پنېتا ويلي د دغه امريکايي سرتېرو دنده به په افغانستان کې د ٢٠١٤ کال وروسته د ترهګرۍ پر ضد جګړه وي.

ټاکل شوې افغان ولسشمر حامد کرزى د امريکا او افغانستان ترمنځ د امنتي تړون د لاسليک کولو لپاره د دوشنبې په ورځ (جنورۍ/ اومه) واشنګتن ته لاړ شي.

طالبانو د امريکا او افغانستان ترمنځ د امنيتي تړون په اړه په خپل غبرګون کې ويلي که په افغانستان کي يو امريکايي سر تېرى هم پاتې وي دوی به جګړې ته دوام ورکړي.

دا څرګندونې طالبانو په يوې خپره شوې خبر پاڼه کې کړې دي او زياتوي چې امريکا بايد په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګولو لپاره خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.

په همدې اړه په کابل کې د سياسي چارو شننونکي نيک محمد کابلي خبرې شوي چې په سر کې ترې پوښتنه شوې چې په افغانستان کې د ثبات د تينګولو لپاره د ٣ زره امريکاي عسکرو شتون کافى دى؟

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .