د هرات زعفران

د خپريدو وخت: 12:15 گرینویچ - 06 جنوري 2013 - 17 مرغومی 1391
    • سږ کال په لوېدیځ ولایت هرات کې د زعفرانو د تولید کچه د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاته شوې.
    • سیمه ییز چارواکي وایي دوی سږ درې زره کیلو زعفران تولید کړي او په لومړي ګام کې ۱۶۰ کیلو اروپایي هېوادوته صادر شوي.
    • سره له دې چې هر کال د زعفرانو د تولید کچه لوړیږي، خو په معیاري توګه د هغو د پروسس او د مناسبو بازارونو نشتوالی لا هم د کروندګرو د ډېرې ودې مخه نیسي.
    • د هرات په ۱۳ ولسوالیو کې زعفران کرل کیږي.
    • په پاتې دوو نورو ولسوالیو کې هم ازمایښي تجربې ترسره شوې.
    • هرات په ټول افغانستان کی د زعفرانو د تولید په ډګر کې لومړی مقام لري او سږ کال چارواکی وایي لاس ته راوړنې یې ډېرې دي.
    • په هرات کی د زعفران کارانو د ټولنیزه شورا مشر بشیر احمد رشیدي وایي د تېر کال په پرتله د زعفرانو د تولید کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .