د شمالي کوريا تبليغاتي هنر

د خپريدو وخت: 15:55 گرینویچ - سه شنبه 08 جنوري 2013 - 19 مرغومی 1391

په لندن کې د اتلس ګلري جنورۍ ننداره چې د (لوړه کروالي High Resolutions) تر سرليک لاندې جوړېږي، د جنورۍ له ۱۶ مې به د فبرورۍ تر ۱۶ مې به روانه وي. په دې ننداره کې د ۱۰۰ زره ځوانو نڅاګرو ډله ييز دوه ساعته مراسمو په اړه د انځورګر جېرېمي هنټر هنری راپورتاژ دی، چې په پيونګ يانګ کې کلني جمناسټيکي هنري جشن پر مهال ترسره شوي دي.

    • پوځ د شمالي کوريا له بيرغ سره
      د يو نېسکو ګټونکي انځورګر جېرېمي هنټر 'اريرانګ ARIRANG' پروژه په لندن کې د اتلس ګلرۍ د جنورۍ ډله ييزې نندارې د سر موضوع جوړوي.
    • د پيونګ يانګ سيند - د سيند پر څنډو د کورونو کړکيو رڼاګانې، او راغبرګې شوې وړانګې يې، چې د زرګونو کسانو له لوري جوړې شوي دي
      دغه هنري کار له ۱.۵م×۹۲سم انځورونو جوړ شوی، چې په پيونګ يانګ کې د "مې ورځ سټېډيم" کې د کلني جمناسټيکي هنري جشن پر مهال اخيستل شوي دي.
    • په پيونګ يانګ کې د کلني جمناسټيکي او هنري پر مهال د نڅاګرو ننداره
      زرګونو نڅاګرو په ډله ييز خوځښت سره په ډېره کره بڼه نڅا وکړه. دغه نڅا د کوريا ملي بېلتون، او ترې رامنځته شوي درد او سختيو کيسه کوي. د لوبو ډله ييزې نندارې د ستر ملي وياړ سرچينه جوړوي. شمالي کوريايان باور لري دوی په نړۍ کې تر ټولو ښه دي. دوی وايي دا يې د موخې يوالی، د ګردې ټولنې د ګټې لپاره د فرد ځپنه ښيي.
    • د ۵۰ زره زلميانو هر نفس سره همغږی شوی، چې د شا منظره جوړوي. د موزايېک لوحې د يووالي زړه راښکونکې ننداره بلل کېږي.
      هنټر وايي، 'اريرانګ' چې د يوې دوديزې فولکلوري سندرې نوم هم دی چې د کوريا اروا استازيتوب کوي، د ۵۰ زرو زلميانو او د پوځ چاڼ شويو غړيو په ګډون د ۱۰۰ زره ځوانو نڅاګرو پراخ ځواک کاروي. هر يو د څه د پاسه ۱۵۰ ځانګړيو مخونو لوحې وړي، چې په ګډه ستر موزاييک انځورونه جوړوي، چې د نڅا نندارې پر مهال په يوخت نرم ډول سره بدلېږي.
    • د 'اريرانګ' څېرې کښنې هنر کېدی شي له شمالي کوریا بهر نندارچيانو لپاره پېچلی ښکاره شي، خو د دغه هېواد خلکو لپاره روښانه دی. د بېلګې په ډول کله چې ټوپکونه ښوول کېږي د جاپاني ښکېلاک وخت په ګوته کوي چې کېم اېل سونګ په کې له خپل پلاره د "هسکه موخه لره" شعار ترڅنګ دوه تومانچې هم ترلاسه کړې. د ده مرګ پر مهال، کونډې ته يې لارښونه وشوه، چې د ده غوره ګڼل شوي زوی کيم جونګ ايل ته يې ورکړي. دا له لږترلږه ۲۰ زره زده کوونکيو د بشپړ هممهاله خوښت غوښتنه کوي، چې له مخې يې دغه انځور جوړ شي. کله چې د تومانچې موزاييک راڅرګندېږي، نندارچيان ورسره چيغې وهي.
    • د بېګونيا بوټي پيوندونې بېلګه، چې په ۱۹۸۸ کال کې د پېژندل شوي جاپاني بڼپوه کامو موټوټېرو له خوا د کيم جونګ ايل ۴۶ مې کليزې په ياد نيال شوی و.
      هنټر وايي "تېرو کلونو کې او د ۵ لويو وچو ۷۰ هېوادونو کې مې د نړۍ جشنونه، مراسم، مذهبي فعاليتونه او لمانځنې مستندولې او انځورونه مې يې اخيستل. د دغو فعاليتونو مستندولو د ګډونوالو کلتورونو ژوند پر بڼه ژوره کتنه راپه برخه کړې". دی زياتوي "هرې لمانځنې راته د دې توان راکړی چې د کيسو او افسانو، ډرامې او موسيقۍ، رنګ او غږ ناعادي نړۍ ته ننوځم. د غو عناصرو سره ګډول يوه وړه نړۍ جوړوي، که ووايو د يوه هېواد کلتوري ژوند او تاريخ يوه سمدلاسه انځور اخيستنه."
    • کېم جونګ ايل تېر کال له خپل مرګ مخکې فرمان خپور کړ، چې د تازه کبانو راشنونه دې بايد برابر شي، چې بيا يې دولت يوازې د پيونګ يانګ استوګنو ته په وېشلو پيل وکړ.
      د اتلس ګلري جنورۍ ننداره چې د (لوړه کروالي High Resolutions) تر سرليک لاندې جوړېږي، د جنورۍ له ۱۶ مې به د فبرورۍ تر ۱۶ مې به په لندن کې روانه وي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .