اسلام اباد کې د فساد ضد لاریون

د خپريدو وخت: 09:22 گرینویچ - سه شنبه 15 جنوري 2013 - 26 مرغومی 1391

په اسلام اباد کې ولسي صوفي عالم طاهرالقادري ویلي، تر هغه چې پارلمان نه وي منحل شوی لاریون به کوي، او اسلام اباد ته د واک ترلاسه کولو لپاره نه دی تللی. هغه نن ګهیځ خپلو لس ګونو زرو پلویانو ته وویل چې دوی د دې ځواک لري چې حکومت استعفا ته اړ کړي. عالم طاهر القادري سهار وختي له لاهوره اسلام اباد ته ورسېد. نوموړي خپلو پلویانو ته وویل چې وروسته د پارلمان مخې ته راټول شي او حکومت و ننګوي چې چارې پرېږدي.

رپوټونه وايي، پلازمېنه اسلام اباد کې پولیس له لاریون کوونکو سره په اخ و ډب کېوتي دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .