د طالب بنديانو خوشي کول پر سولې بهير څومره اغېز کولی شي؟

د خپريدو وخت: 16:18 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391

ميډيا پلير

د افغانستان سولي عالي شورا د پاکستان له خوا د طالب بنديانو خوشي کولو پرېکړې هرکلی کړى خو دا اندېښنه يې هم څرگنده کړې ګنې که دوى د افغان حکومت په مشورې خوشي نه شي نو کېدى شي چې يو وار بيا د وسله والو طالبانو ليکو ته ور واوړي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان سولي عالي شورا د پاکستان له خوا د طالب بنديانو خوشي کولو پرېکړې هرکلی کړى خو دا اندېښنه يې هم څرگنده کړې ګنې که دوى د افغان حکومت په مشورې خوشي نه شي نو کېدى شي چې يو وار بيا د وسله والو طالبانو ليکو ته ور واوړي.

پاکستاني چارواکيو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ملا عبد الغني برادر په گډون غواړي له دوى سره ټول طالب بنديان خوشي کړي.

خو دا لا څرگنده نه ده چې نوموړی به کله خوشي کېږي. امريکايي چارواکي وايي دوى د ملا برادر د خوشي کېدو په اړه زړه نازړه دي.

د پاکستان حکومت يوه وياند بي بي سي ته وويل چې حکومت به يې له بنده د هغو طالبانو پر خوشي کولو غور وکړي چې افغانستان کې د سولي په بهير کې مرسته کولى شي.

په دې اړه کابل کې مېشت د افغانستان سياسي چارو کارپوه وحيده مژده سره د سعيدې محمود مرکه دلته اورېدی شئ.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .