د عکسونو البوم: اذربایجان کې لاریونونه

د خپريدو وخت: 19:06 گرینویچ - پنجشنبه 24 جنوري 2013 - 05 سلواغه 1391

د اذربایجان په اسماعیلي سیمه کې قهرجنو لاریون کوونکو ودانیو او ګاډو ته اور اچولی.

یو هوټل په بشپړه توګه سوزېدلی. دوی د ولسوال او نورو مشرانو د استعفا غوښتونکي دي.

چارواکي وايي یو شمېر پولیس او لاریون کوونکي ژوبل شوي دي.

دوی زیاتوي چې امنیت ټینګولو کولو په موخه یې یو شمېر امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.

دغه کسان هغه مهال را وپارېدل چې د یوه ځایي هوټل خاوند ۲۲ کلن ایمیل شمس الدینوف له یوه موټر سایکل چلوونکي سره تر ترافیکي پښې وروسته جګړه وکړه.

سیمه ییز خلک د بې وزلو او بډایو تر منځ د زیات توپیر او له دوی سره د ناوړه چلند په اړه غصه دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .