د کابل ترافیکي ګڼه ګوڼه او ککړه هوا

د خپريدو وخت: 08:57 گرینویچ - دوشنبه 28 جنوري 2013 - 09 سلواغه 1391
    • د ژمي پرمهال د کابل هوا د نورو فصلونو په پرتله ډېره ککړه وي.
    • سهار مهال پر ځینو سړکونو ډېره ګڼه ګوڼه نه وي، خو پر ځینو نورو بیا هدف ته د سړي د رسېدو ګړۍ وخت وځي.
    • سهار مهال د کابل ښار ترافیکي ګڼه ګوڼه د ډېرو خلکو عاجل کارونه ځنډوي.
    • د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول یوه له هغو ستونزو ده، چې د لارو د بندېدو لپاره لاره هواروي.
    • دا له قرغې ښار ته غځېدلی سړک دی، که څه هم نوی جوړ شوی، خو څلورلارې ته څېرمه تل پرې ګڼه ګوڼه وي.
    • ځینې مهال پر یوه سړک درې تر شپږو کتارونو پورې ګاډي ولاړ وي او هر یو د مخکې کېدو هڅه کوي.
    • د کابل ځینې سړکونه په اساسي ډول نه دي جوړ شوي، چې د ژمي په تېرېدو سره بېرته کنډ او کپر شوي دي.
    • د ښاري ګاډو د کمښت له کبله، ګڼ خلک سهار او ماښام مهال د ګاډو په انتظار پر تم ځایونو د ډېر وخت لپاره پاتې کېږي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .