د افغان جګړې میراث

د خپريدو وخت: 06:35 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391
    • د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ سازمان د شپاړسو نورو ټولنو او کاناډا سفارت په مرسته دوه ورځنی نندارتون جوړ کړی چې موخه یې د جګړې له میراثونو، او د هغو له زیانونو سره د ځوانان اشنا کول دي.
    • په دغه نندارتون کې د افغانستان له ځینو سیمو د جګړې د قربانیانو خپلوانو د خپلو عزیزانو د عکسونو تر څنګ د هغوی جامې، لوښي، څپلۍ او ګڼ نور شیان نندارې ته ایښي وو.
    • د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسي سازمان اجراییوي مشر خدا داد بشارت وايي شاوخوا شپاړسو ټولنو په ګډه دغه نندارتون جوړ کړی چې موخه یې د جګړې له خاطرو د ځوانانو خبرول دي، دی زیاتوي د جګړې د مېراثونو د ساتلو لپاره نور ورته پروګرامونه هم لري
    • خدا داد بشارت وايي: ''موږ په افغانستان کې د جګړې د میراثونو د ساتلو لپاره یو بل راپور هم لرو، چې له تاریخه د پند اخیستلو او په افغانستان کې د ناورین د تکرار د مخنیوي لپاره دي او په دې برخه کې موږ د نورو ټولنو په مرسته ځانګړي نور پروګرامونه هم لرو چې افغان حکومت ته یې وړاندې کړو''.
    • د دغه نندارتون د یو شمېر ولایتونو جګړه ځپلي خلک هم ورغلي وو او هلته یې خپلې د جګړې خاطرې لیکلې، یو ځوان چې د جګړې له امله له هلمنده کابل ته راغلی وايي جګړو خلک ستړي کړي او باید پند ترې واخیستل شي:
    • ددغه نندارتون جوړوونکي وايي د تېرو شاوخوا څلورو لسیزو د یو ګڼ شمېر قربانیانو خاطرې یې راټولې کړې دي، چې له دې لارې کولای شي ځوانان د سولې هلو ځلو ته وهڅوي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .