په جګړه کې خوبځایونه

د خپريدو وخت: 12:46 گرینویچ - چارشنبه 30 جنوري 2013 - 11 سلواغه 1391
    • دا عکسونه عکاس اېډ ګولډ په افغانستان کې اخیستي دي. نوموړي دوه کاله له برتانوي سرتېرو سره په افغانستان کې په بېلا بېلو اډو تېر کړي دي.
    • د عکاس موضوع د سرتېرو د خوب کټونه او ځایونه دي.
    • اېډ ګولډ وايي د سرتېرو د خوب کټونه یوازېني هغه ځایونه دي چې دوی په کې خپل شخصي توکي ايښودلی شي.
    • ښاغلی ګولډ وايي سرتېري له یوه ځایه بل ته لېږدېدو له امله ډېر شخصي توکي نه شي ګرځولی.
    • سرتېري له خپلو وسلو او نورو مهمو توکو سره یو ځای ویدېږي.
    • ګولډ وايي سر تېرو به تل ده ته د عکس اخیستلو اجازه ورکوله ځکه ډېری يې په دې باور وو چې په کور دننه خلک يې باید وويني چې دوی څرنګه وخت تېروي.
    • عکاس ګولډ وايي ماته تر ټولو په زړه پورې شېبه هغه وه چې سرتېرو د یوې افغانې مرستندویې ټولنې لپاره پېسې را ټولولې.
    • د برتانوي سرتېرو تر څنګ ګولډ د افغان سرتېرو او د هغو د خوبځایونو عکسونه هم اخیستي دي.
    • په افغانستان کې له کاره وړاندې ګولډ پر نورو انځوریزو پروژو کار کړی او یو کتاب يې هم چاپ کړی دی.
    • دغه عکاس هیله لري چې خپل د افغانستان عکسونه هم چاپ کړي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .