"افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی لږ شوی"

د خپريدو وخت: 17:48 گرینویچ - چارشنبه 30 جنوري 2013 - 11 سلواغه 1391

ميډيا پلير

د بې پولې خبریالانو ټولنه په خپل کلني رپوټ کې وايي ۲۰۱۲ میلادي کال د خبریالانو او نورو هغو خلکو لپاره چې ټولنیزې انټرنېټي شبکې کاروي یو خونړی کال و.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د بې پولې خبریالانو ټولنه په خپل کلني رپوټ کې وايي ۲۰۱۲ میلادي کال د خبریالانو او نورو هغو خلکو لپاره چې ټولنیزې انټرنېټي شبکې کاروي یو خونړی کال و.

رپوټ وايي اکثره خبریالان د خپل کار پرمهال وژل شوي دي.

په رپوټ کې د پاکستان، سومالیا، سوریې او مکسیکو یادونه شوې چې خبریالان او د ټولنیزو شبکو کارونکي په کې وژل شوي دي.

فنلنډ د دریم پرله پسې کال لپاره هغه هېواد بلل شوی چې د بیان آزادۍ ته په کې ډېر درناوی کېږي.

له فنلنډ وروسته هالنډ او ناروې راغلي دي.

ترکمنستان، ایریتریا او شمالي کوریا بیا هغه هېوادونه بلل شوي چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی په کې شته.

په افغانستان کې هم د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ثبت شوی خو د پخوا په پرتله یې کچه لږه ښوول شوی او ویل شوي چې له نیکمرغه هېڅ خبریال زنداني شوی نه دی.

آیا همداسې ده؟ همدا ابراهیم امیري په افغانستان کې د شمشاد تلوېزیون د نشراتو له مسوول خپلواک ساپي نه وپوښتل.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .