سپینې ماڼۍ د اوباما د نښې ویشتلو انځورونه خپاره کړي

د خپريدو وخت: 12:11 گرینویچ - 03 فبروري 2013 - 15 سلواغه 1391

سپینې ماڼۍ پر (فلیکر) وېبپاڼې د اوباما د نښې ویشتلو پرمهال انځورونه خپاره کړي دي.

اوباما "نیو ریپبلېک" مجلې ته ویلي، چې "ډېری وخت په کمپ ډیویډ ساتیري ځای کې د خپلې خوښې کارونه کول."

    • ۲۰۱۲- ولسمشر بارک اوباما د کمپ ډېوېډ ساتېري ځای د نښې ویشتلو پرمهال. سپينې ماڼۍ دغه انځورونه پر فلیکر پاڼه خپاره کړل، چې ګڼو نړیوالو رسنیو پرې راپور جوړ کړی دی.
    • ۱۹۲۸- ولسمشر کالوین کولیج په ویسکونسین ایالت کې د نښې ویشتلو پرمهال.
    • ۱۹۸۴- ولسمشر جیمي کارټر په جورجیا ایالت کې.
    • ۱۹۹۲- ولسمشر جورج (پلار) په موتانا ایالت کې ورته ډالۍ شوی ټوپک ګوري.
    • ۱۹۹۴- ولسمشر بیل کلنټن AR-15 ډوله پوځي ټوپک په سپینه ماڼۍ کې راخیستی دی.
    • ۱۹۴۰- ولسمشر فرانکلین دیلانو روزولټ Garand ډوله پوځي ټوپک په میري لانډ ایالت کې راخیستی دی.
    • ۱۹۹۴- مخکنی ولسمشرجورج ډبلیو بوش ټکساس ایالت کې د ښکار پرمهال ټوپک نیولی دی.
    • ۱۹۴۴- ولسمشر دوایټ ایزنهاور Browning ډوله ټوپک په برتانیا کې د یوې قطعې د لیدلو پرمهال ګوري.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .