سیمه ییز پولیسو شمېر لوړېږي

د خپريدو وخت: 17:50 گرینویچ - 03 فبروري 2013 - 15 سلواغه 1391

ميډيا پلير

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت غواړي چې د سیمه ییزو پولیسو اوسنی شمېر دوه برابره کړي. دا مهال د سیمه ییزو پولیسو شمېر څه باندې ۲۰۰۰۰ کسانو ته رسېږي او د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې په دندو بوخت دي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت غواړي چې د سیمه ییزو پولیسو اوسنی شمېر دوه برابره کړي.

دا مهال د سیمه ییزو پولیسو شمېر څه باندې ۲۰۰۰۰ کسانو ته رسېږي او د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې په دندو بوخت دي.

د سیمه ییزو پولیسو مشر مل پاسوال علي شاه احمدزی وايي په ځینو ولسوالیو کې نا امنۍ د دې لامل شوي چې خلک د سیمه ییزو پولیسو د ډېرېدو غوښتنې وکړي.

د دغو پولیسو اصلي دنده د امنیت ټینګول او په سیمه ییزه کچه له امنیتي ځواکونو سره مرسته ده.

چارواکي وايي سیمه ییز پولیس اربکیان او ملېشې نه دي، بلکې د کورنیو چارو وزرات په چوکاټ کې یو منظم ځواک دی.

زموږ همکار خوشحال تایب له ښاغلي احمدزي سره یوه مرکه کړې او په سر کې یې د پولیس د شمېر د ډېرېدو د پروګرام په اړه ترې پوښتلي دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .