د غونډې مهمې لاس ته راوړنې څه دي؟

د خپريدو وخت: 21:21 گرینویچ - دوشنبه 04 فبروري 2013 - 16 سلواغه 1391

ميډيا پلير

لندن کې د افغانستان، پاکستان او برتانيې درې اړخيزه سرمشريزه په دې ژمنه پاى ته ورسېده چې هڅه به کيږي په شپږو مياشتو کې د افغان سولې پر سر جوړ جاړى وشي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

لندن کې د افغانستان، پاکستان او برتانيې درې اړخيزه سرمشريزه په دې ژمنه پاى ته ورسېده چې هڅه به کيږي په شپږو مياشتو کې د افغان سولې پر سر جوړ جاړى وشي.

په سرمشريزه کې د درې واړو هېوادونو مشرانو پر هغو لارو چارو هم بحث وکړ، چې څنګه کولی شي له افغانستان نه د بهرنيانو په وتلو د وسله والې اورپکۍ د پياوړتيا مخنيوی وکړي.

ګډ خبري کنفرانس ته په وينا کې د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون ژمنه وکړه چې خوندي، ارام او ډيموکراټيک افغانستان د جوړولو هلو ځلو به ملاتړ کوي، او هم به د افغانستان او پاکستان ترمنځ نژدې اړيکي لا پياوړي کوي.

دا چې د غونډې مهمې لاس ته راوړنې څه دي؟ دغه پوښتنه مې د خپل همکار داود اعظمي مخې ته کېښوده چې په لندن کې جوړه شوې درې اړخيزه سرمشريزه يې له نږدې څارلې.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .