د سلګونو ماشومانو ډله ییز سنتول

د خپريدو وخت: 08:58 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391
    • د افغانستان د شمالي ښار تالقانو په یوه کلي کې څه باندي ۳۰۰ ماشومان په ډله ییزه توګه سنت کړای شول.
    • دغه مراسم چې د لومړي ځل لپاره د بې وزلو کورنیو سره د مرستي په خاطر ترسره شول په ټولنه کې د هغو دودونو د مخنیوي یوه هڅه بلل شوې چې ډېر لګښتونه پرې راځي.
    • په تالقانو کې د ماشومانو د سنتۍ دغه مراسم په خپله د خلکو په نوښت ترسره شول.
    • دغه سلګونه ماشومان د سرای سنګ په قزاق کلي کې د یوه ښونځي په ټولګیو کې د تخار د ولایتي روغتون او ځینو نورو روغتیایي ادارو د ډاکټرانو لخوا سنت شول.
    • دافغانستان په ډېرو سیمو کې کورنۍ د زامنو سنتي په ځانګړو مراسمو لمانځي خو د بې وزلو خلکو لپاره دا کار ستونزمن دی.
    • د افغانستان په شمال کې د زامنو د سنتولو مراسم په خوشخالیو او ډېرو لګښتونو لمانځل کېږي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .