د عکسونو البوم: د پاپ بندیکټ ژوند

د خپريدو وخت: 13:21 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391
    • شپاړسم پاپ بنډیکټ اعلان کړی، چې د روانې میاشتې تر پایه به له خپلې دندې استعفا وکړي.
    • ۱۶ پاپ بنډیکټ (شاته ښۍ خوا کې) په ۱۹۲۷ کال د جرمني په کلیواله سیمه کې زیږېدلی دی.
    • په ۱۴ کلنۍ کې د هټلر له ځوانانو سره یوځای شو، چې هغه مهال دا کار جبري و. هغه د نړیوالې جګړې تر پیلېدا ۱۹۴۵ پورې هلته کار کړی، چې بیا وروسته د لږ وخت لپاره د جنګي بندیانو په منځ کې راڅرګند شو.
    • له ۱۹۴۶ تر ۱۹۵۱ پورې، هغه فلسفه په مونیخ پوهنتو کې ولوسته. او د همدې کال په جون کې له خپل ورور جورج سره پادري شو.
    • د دوکتورا تر بشپړولو وروسته، هغه د پوهنتون پروفیسر شو، او په ګڼو پوهنتونو کې یې تدریس پیل کړ.
    • هغه په ۱۹۸۱ کال کې روم پرېښود او واټیکان ته ولاړ او د ارتودوکس له ډلې سره یوځای شو.
    • د ۱۹۸۰ لسیزې پرمهال، هغه د یوې کلیسا مشر شو.
    • په ۲۰۰۵ کال کې د پاپ جان پال تر مړینې وروسته، د کاردینال مشر وټاکل شو.
    • په دې سره تمه دا وه، چې نوی پاپ به د کلیسا دودیز ارزښتونه وساتي.
    • د پاپ بنډیکټ د مشرۍ پرمهال، د روم کلیسا تر ټولو ډېره په وروستیو کلونو کې بدنامه شوه، هغه هم هغه مهال چې ځینې پاپان پر ماشومانو پر جنسي تېري تورن شول.
    • واتیکان وايي، د پاپ بنډيکټ تر استعفا وروسته به د نوي پاپ تر ټاکل کېدا پورې دغه پوست خالي وي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .