د سولې په اړه د افغان او پاکستاني مشرانو نوې ژمنه

د خپريدو وخت: 20:35 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391

ميډيا پلير

ستاسې غږ په پروګرام پر دې موضوع خبرې وشوې چې په شپږو میاشتو کې سولې ته د رسېدو هيله څومره عملي ده؟ د دې تر څنګ په افغانستان کې د فساد موضوع هم وڅېړل شوه.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

دا اوونۍ د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو وویل هڅه به وکړي چې په شپږو مياشتو کې د افغانستان لپاره د سولې یوه لار راوباسي.

حامد کرزي او آصف علي رزداري دا خبره په لندن کې د بریتانیا له لومړي وزیر ډېوېډ کامرون سره له خبرو وروسته وکړه.

په یوه ګډه وینا کې راغلي چې ټولو اړخونو ومنله چې د سولې ټینګول اړین دي او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې سولې ته د رسېدو لپاره به اړین ګامونه پورته کړي.

د بریتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون وويل دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو په اوږدوکې د امنيت په اړه خپلو خبرو کې د بېسارې همکارۍ ژمنه وکړه.

ستاسې غږ په پروګرام پر دې موضوع خبرې وشوې چې په شپږو میاشتو کې سولې ته د رسېدو هيله څومره عملي ده؟ د دې تر څنګ په افغانستان کې د فساد موضوع هم وڅېړل شوه.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .