د ۲۰۱۳ کال غوره خبري انځورونه

د خپريدو وخت: 06:47 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391
    • د سویډن عکاس پاول هنسن په لاس دغه عکس په غزه کې د هغو دوو ماشومانو او د هغوی د پلار د مړو دی، چې د اسراییلو په بمبار کې وژل شوي. دغه عکس د ۲۰۱۳ کال د غوره انځورونو په کتار کې راغلی دی. عکس ته د ((هغه انځور، چې تل به یې هېر نه کړم)) نوم ورکړل شوی.
    • دا عکس ترکي عکاس امین اوزمین اخیستی، چې د سوریې حلب کې د واکمن نظام یو ګټندوی د مخالفانو له لوري شکنجه او وهل کېږي.
    • کاناډايي عکاس پاول نیکولسن دغه انځور د طبیعي کیسو په ټولګه کې راوستی، چې په جنوبي کنګلي قارې روس بحر کې یو ډول مرغان لامبو وهي.
    • د ډنمارکي عکاس جان جراروب دغه عکس کې د موګادیشو هغه ښځې لیدل کېږي، چې د ۲۰۱۲ فبرورۍ پر ۲۱مه یې عکس اخیستی.
    • مالیزیايي عکاس سټیفن شاو دغه عکس اخیستی. عکس د چینايي مخالف آی ویوی دی، چې په بیجینګ کې اخیستل شوی.
    • دغه عکس هم د ۲۰۱۳ کال په غوره عکسونو کې راغلی. په انځورکې یوه ښځه د خپل هغه مېړه خدمت کوي، چې عقل یې نژدې په پوره ډول له لاسه ورکړی دی.
    • د مالیزیايي عکاس وي سينګ شن دغه عکس د غوره عکسونو جایزه واخیسته. په عکس کې سوماترا کې د لو پرمهال د کلنۍ دودیزې مېلې (د غوایه سیالۍ) کې یو کس د غویانو ترشا دی.
    • په دې عکس کې د سوریې یوه مېرمن وروسته تر هغه د ژړا په حالت کې لیدل کېږي، چې حکومتي پوځ یې کور بمبار وکړ، دوه ماشومان او میړه یې ژور ټپیان شول.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .