د افغانستان سره صلیب ټولنه

د خپريدو وخت: 11:56 گرینویچ - 17 فبروري 2013 - 29 سلواغه 1391
    • د سره صلیب نړیواله ټولنه نن یو سل او پنځوس کلنه شوه.
    • په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله ټولنه وايي د حالاتو له بدلېدو سره به د دوی تګلاره بدلون نه مومي خپل بې پرې والی به ساتي او د جګړې له ځورېدولو کسانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
    • دغه سازمان شاوخوا دېرش کاله مخکې له افغانانو سره خپلې مرستې پیل کړې او دا مهال په پنځلسو ولایتونو مرکزونه لري
    • دغه سازمان شاوخوا دېرش کاله مخکې په پېښور کې د افغانانو لپاره خپل خدمتونه پیل کړل او اوس په افغانستان کې د ننه په پنځلسو ولایتونو کې دفترونه او مرکزونه لري چې ددې ټولنې د چارواکو په وینا له هغو کسانو سره مرستې کوي چې جګړو اغېزمن شوي وي.
    • ددغه مرکز ځینو برخو ته ورغلو چې مصنوعي غړي په کې جوړېدل.
    • له زندانونو لیدنه، د بندیانو او د هغوی د کورنیو غړو ته د لېدو کتو زمینو برابرول، له بې ځایه شویو خلکو سره د خوراکي او نورو توکو مرستې، روغتیايي او ځینې نورې مرستې کوي.
    • په افغانستان کې ددغې کمېټې له فعالیتونو یو هم هغو کسانو ته د مصنوعي غړو جوړول دي چې په جګړو کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.
    • په کابل کې د سره صلیب اورتوپیدي مرکز ته ورغلم چې د چارواکو په وینا یې هره ورځ له ۲۰۰ـ۲۵۰ کسان هلته د روغتیايي ستونزو د حلولو لپاره ورځي.
    • سور صلیب وايي، تر دمه د دوی د چارو په وړاندې په جګړو کې ښکېلو خواوو دوی درناوی کړی دی او له کوم ګواښ سره نه دي مخ شوي، خو د خپلو چارو په وړاندې جګړه یو عمده ګواښ بولي.
    • د سره صلیب نړیواله کمیټه په ۱۸۶۳ کال کې له ټپي شویو سرتېرو سره د مرستې په موخه جوړه شوې وه. چې دا مهال په نړۍ کې تر ټولو ستر مرستندویه سازمان بلل کیږي.
    • د سره صلیب ویاند عبدالحسیب رحیمي وايي: ''موږ نه یواځې نن بلکې تل په یوه ټکي ټینګار کړی، موږ به تر هغه افغانستان کې شتون ولرو چې بشري مرستو ته اړتیا وي. موږ هغو افغانانو ته ژمن یو چې له جګړې زیانمن شوي وي او خپلې مرستې به ورسره جاري ساتو''.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .