ستاسې غږ: ايا حکومتي چوکاټ نه بهر امنيتي ځواکونه گټور بولئ؟

د خپريدو وخت: 19:05 گرینویچ - چارشنبه 20 فبروري 2013 - 02 کب 1391

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې امريکايي ځواکونو سره وسله والې افغاني ډلې کار کوي چې ځينو ځايونو کې په سرغړونو هم تورن شوي دي

دا اونۍ ستاسې غږ کې د افغان حکومت په دې پرېکړې غږېږو چې د ټولو هغه وسله وال قطعاتو مخه به نيسي چې د ملي ځواکونو له چوکاټه د باندې فعاليت کوي.

دا ډلې د بهرنیو ځواکونو له خوا رامنځ ته شوې دي. دا ځواکونه چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې فعاله دي تر ډېره د کمپاين د ځواکونو په نامه ياديږي.

په خپرونې کې له اورېدونکو اورو چې دا ډول ډلو په اړه څه نظر لري، کله چې د بهرنېو ځواکونو لويه برخه افغانستان څخه وځي د دې ځواکونو راتلونکې به څه وي؟ او حکومت يې په اړه څه کوى شي؟

په پروگرام کې د گډون لپاره د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ شمېره زنگ راووهئ، يا هم د اېس ام اېس يا لنډ ټيلفوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

دغه راز په Pashto@bbc.co.uk

هم خپل نظرونه رالېږلى شئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .