د تخار کان کینستل

د خپريدو وخت: 08:58 گرینویچ - پنجشنبه 21 فبروري 2013 - 03 کب 1391
    • د افغانستان شمالي ولایت تخار کې د کانونو برخې ځینې کارکوونکي وايي، حکومت د معادنو رایستلو په برخه کې دوی ته پام نه کوي.
    • په دغو کانونو کې تر ډ‌ېره د بې وزلۍ له کبله کوچني ماشومان هم په کار بوخت دي.
    • رایستل شوې مالګه د خښتو یا غټو ټوټو په توګه ده، چې د خرو په مټ یې زېرمتونونو ته وړل کېږي.
    • دغه مالګینې خښتې بیا په ماشینونو میده کېږي.
    • ددغو کانونو رایستلو چارې خصوصي شرکتونو ته سپارل شوې دي.
    • د تخار کلفګان ولسوالۍ د مالګې کان کې لسګونه کسان په کار بوخت دي، چې تر ډېره په کولنګ او بېلچه کیندنې کوي.
    • په تخار ولایت کې د سرو زرو، د ډبرو سکرو، مالګې، ګچ او چونې تر ۴۰ ډېر کانونه دي.
    • دوی وايي، لاهم د معادنو رایستلو لپاره له ډېرو پخوانیو وسایلو ګټه اخلي.
    • دوی وايي، چې د بې وزلۍ له کبله د ماشینونو پرځای د سختو کارونو ترسره کولو ته اړ شوي دي.
    • دغه کارګران وايي، د عصري وسایلو د نشتوالي له کبله له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .