پېلوځی: د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ

د خپريدو وخت: 22:42 گرینویچ - جمعه 22 فبروري 2013 - 04 کب 1391

ميډيا پلير

د دې اوونۍ پېلوځي کې د مورنۍ ژبې پر نړيوالې ورځ، د پښتو ژبې پر حال، پښتونخوا کې پر پښتو ژبې زده کړو غږېږو، او بيا د پښتو پر ژبني جوړښت بنډار هم لرو.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ

له خپلې ژبې سره د بنګاليانو مينې له پاکستان نه د خپلواکۍ مبارزې غورځنګ شو، چې ورسره په ۱۹۷۱ کې بنګله دېش له پاکستان نه بېل شو.

د ۱۹۵۲ کال د فبرورۍ ۲۱ مه وه چې بنګالي زده کوونکي په کې په لاريون وتلي وو، او د اردو په څېر يې د خپلې بنګالۍ ژبې په رسميت او ملي ژبې په توګه پېژندلو غوښتنه کوله.

خو په ډاکه کې چې اوس د بنګله دېش پلازمېنه ده، پوليسو پر لاريون کونکيو ډزې وکړې او يو شمېر يې ووژل.

د هغه مهال پاکستاني چارواکيو د دوی غوښتنو ته له غاړې ايښودو ډډه کوله، خو د خپلې مورنۍ ژبې پېژندلو حق ته رسېدو کې د بنګاليانو هوډ پياوړی و.

ډېره موده لا نه وه تېره چې له خپلې ژبې سره د بنګاليانو مينې له پاکستان نه د خپلواکۍ مبارزې غورځنګ شو، چې له مخې يې په ۱۹۷۱ کې بنګله دېش له پاکستان نه بېل شو.

په دې کې د بنګله دېش ښکاره رول و، چې مورنۍ ژبې لمانځنې لپاره د همدې نېټې په غوره کولو يونسکو وهڅوي.

يونسکو د ۱۹۹۹ کال نومبر کې لومړی ځل د مورنۍ ژبې ورځې اعلان وکړ

د ۱۹۹۹ کال نومبر کې يونسکو لومړی ځل د دغې ورځې اعلان وکړ، او بيا د ۲۰۰۰ کال فبرورۍ له ۲۱ مې راهيسې د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ هر کال لمانځل کېږي.

د لمانځنې موخه د ژبني رنګارنګوالي هڅونه او پر مورنۍ ژبه د ښوونې او زده کړې ارزښت په اړه د لا پراخ پوهاوي خپرول دي.

د ۲۰۱۳ کال مورنۍ ژبې لمانځنې شعار "پر مورنۍ ژبه زده کړې لپاره کتاب" و.

د يونسکو په وينا يې موخه د پرېکړو څښتنانو ته د دې ورپه يادول دي چې په مورنۍ ژبه د ښوونې برابرولو لپاره دې په ځايی ژبو د کتاب توليد او چاپ ملاتړ وکړي.

د يونسکو مشره اېرېنا بوکوا د دې ورځې لمانځنې خپل پيغام کې وويل د ژبو رنګارنګوالی تر ګواښ لاندې دی، او د ژبو ورکه د ټولنې پر ويجاړۍ تمامېږي.

د نړۍ لروبر ځينو ژبو د انټر نېت او ټکنولوژۍ له دودېدا سره ځان سم کړی، او ځينې يې له بهير سره ځان سمولو کې پاتې دي. لاتين ټولنه د هغو ژبو هېوادونه نغاړي چې د هندو اروپي کورنۍ لاتين څانګې په ژبو خبرې کوي. د دغې ټولنې مشر ډانيېل پراډو وايي د انټرنېټ له غوړېدا سره د ژبو استازيتوب په برابر ډول نه دی شوی.

نن ورځ ګڼ شمېر ژبې ليکلې بڼه نه لري، خو د يونکسو په وينا د املا او ليکنې په برخه کې پرمختګ شوی دی.

ځايی او نړيوال ژبپوهان، ښوونپوهان او ښوونکي د بېلګې په ډول د لاتينې امريکا او يا اسيا له ځينو قبيلو سره په ګډه کار کوي، چې د ژبو ليکنې او املا ته يې پر مختګ ورکړي.

ملګري ملتونه باور ښيي ژبې د بشريت مادي او معنوي ميراث ساتلو تر ټولو پياوړې وسيله ده، نو له همدې امله بايد وګړيو ته د مورنۍ ژبې ارزښت وروپېژندل شي. پاولو کوېلو د برازيل مشهور ليکوال هم چې د ملګريو ملتونو د سولې استازی دی، د ژبو پر ساتنې ټينګار کوي.

پښتو د نورو ژبو ترمنځ

پښتو چې د افغانستان رسمي ژبه ده، او د ډېرنډ کرښې پښتونخوا ژبه، د نړي لربرو پرې اټکل شاوخوا ۵۰ مليون وګړي خبرې کوي.

يونسکو په ۱۹۹۹ کال کې د ګڼ ژبيزې ښوونې عبارت په دودونې پيل وکړ، چې له مخې يې په ښوونه کې لږترلږه دری ژبې کارول کېږي، چې يوه يې مورنۍ، بله سيمه ييزه يا ملي ژبه او درېيمه نړيواله ژبه په کارول کېږي.

د يونسکو مشره اېرېنا بوکوا خپل پيغام کې وويل د ژبو رنګارنګوالی تر ګواښ لاندې دی، او د ژبو ورکه د ټولنې پر ويجاړۍ تمامېږي

د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې پر مهال او د نورو ګاونډيو او نړيوالو ژبو سره پښتو چېرې ده، د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې مشر نصيب الله سيماب پرې پېلوځي کې راسره خبرې کوي.

پښتو په پښتونخوا کې

د پاکستان قومي اسمبلۍ د ۲۰۱۰ کال اپرېل کې اتلسم ترميم ومانه، چې له مخې يې له مرکز نه ولايتونو يا صوبو ته واک ډېر ورکړل شو، چې پر مورنۍ ژبه د زده کړو واک هم په کې و. اوس چې پر دغه ترميم نژدې ۳ کاله تېرېږي، خيبر پښتنوخوا کې پر مورنۍ ژبه د زده کړې حالت څنګه دی؟ له څېړونکي اسرار اتل سره پرې خبرې کوو.

د جوړښت له مخې اوسنۍ پښتو څنګه ده؟

د نورو ژبو څومره پرې اغېز دی، خپل ويپانګه يې ډېره دود ده که له نورو وارده شوې، د ژبې سوچه والی څومره مهم دی، او ځينې وخت که د نويو شيانو لپاره نوي نومنه جوړېږي، ژبه ورسره پېچلې که اسانه کېږيو د دې اوونۍ پېلوځي کې پرې له ژبپوه مجاور احمد زيار او کابل کې له ليکوال او څېړونکي اسد الله غضنفر سره بنډار کوو.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .