ایران کې اعدام شوي افغانان ښخ شول

د خپريدو وخت: 10:43 گرینویچ - شنبه‬ 23 فبروري 2013 - 05 کب 1391
    • په ایران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي پنځه افغان بندیان افغانستان ته لېږدول شوي دي.
    • اعدام شوي کسان د شمالي تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
    • سیمه ییز خلک وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې دغې ولسوالۍ ته په ایران کې اته افغان اعدام شوي بندیان ور وړل شوي دي.
    • وړاندې هم ګڼ افغانان په ایران کې د بېلابېلو تورونو له کبله اعدام شوي او د افغانستان په لویو ښارونو کې د ایران د دې کار پر وړاندې مظاهرې هم شوې دي.
    • افغان چارواکي وړاندې له ایراني چارواکو سره د افغان بندیانو د لېږد په اړه خبرې کړې، خو ښکاري چې کومه مثبته پایله یې نه ده ورکړې.
    • د اعدام شویو افغانانو خپلوان وايي، له ایرانه باید د اعدام شویو کسانو په اړه پوښتنه وشي.
    • اعدام شوي کسان د تخار کلفګان ولسوالۍ د قشلاق جلدراق کلي اوسېدونکي دي.
    • په ایران کې زرګونه افغانان بندیان دي، چې سلګونه یې په اعدام محکوم شوي.
    • د یوه اعدام شوي افغان پلار، چې ناڅاپه یې کور ته د اعدام شوي زوی مړي هک پک کړی دی.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .