ایران کې اعدامېدونکو "وکیلانو ته لاس رسی" نه درلود

د خپريدو وخت: 15:21 گرینویچ - شنبه‬ 23 فبروري 2013 - 05 کب 1391

ميډيا پلير

د افغانستان حکومت وايي له ایراني چارواکو یې غوښتي چې په ایران کې د مرګ په سزا د محکوم شویو افغان بندیانو سزا په اوږد مهاله بند واړوي. د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې برخه کې د هغه څه د ترلاسه کېدو خبره کوي چې دوی یې پاموړ بریاوې بولي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان حکومت وايي له ایراني چارواکو یې غوښتي چې په ایران کې د مرګ په سزا د محکوم شویو افغان بندیانو سزا په اوږد مهاله بند واړوي.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې برخه کې د هغه څه د ترلاسه کېدو خبره کوي چې دوی یې پاموړ بریاوې بولي.

دا خبرې له هغه وروسته شوي چې په وروستیو کې په ایران کې یو شمېر نور افغان بندیان هم اعدام شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي له ایراني چارواکو سره د دوی د خبرو له برکته په ایران کې د ډېرو افغان بندیانو د مرګ سزا په اوږد مهاله بند اړول شوې ده او په دې اړه خبرې لا هم روانې دي.

په ایران کې د اعدام شویو پنځو افغان بندیانو مړي شنبې (فبرورۍ/۲۳) په تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شول.

د سیمې مشران وايي په تېرو شپږو میاشتو کې د دغې ولسوالۍ ۸۰ تنه په ایران کې د نشه یي توکو د قاچاق په جرم اعدام شوي دي.

په ایران کې په بېلا بېلو تورونو له نیول شوو افغانانو سره د چلند په اړه مو د بشري حقونو د ټولنې، امنسټي انترنېشنل یا د بښنې د نړیوالې ټولنې له یوې څېړونکې حوریه مصدق سره په لندن کې خبرې وکړې:

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .