د کریکټ بورډ نوی مرکزي دفتر

د خپريدو وخت: 11:33 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391
    • د افغانستان کریکټ بورډ نوی مرکزي دفتر پرانیستل شو.
    • په افغان کرېکټ کې یو لړ بنسټیز بدلونونه راوستل شوي دي.
    • کابل کې یوې خبرې غونډې ته په وینا کې د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي مشر او سلا کار وزیر ښاغلي شهزاده مسعود وویل، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته محمد نبي عیسی خیل د کرېکټ د درې سره فورمېټونو لپاره د نوي کپتان او شاه زاد محمدي د مرستیال کپتان په توګه ټاکل شوي دي.
    • له دې سره د ملي لوبډلې د یونیفورم په رنګ او ډیزاین کې هم بدلون راوستل شوی.
    • محمد نبي عیسی خېل مخکې مرستیال کپتان و.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .