له کانونو ګټې اخيستنې کې روڼوالی رامنځ ته کېداى شي؟

د خپريدو وخت: 15:31 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391

ميډيا پلير

د افغانستان د وزیرانو شورا د کانونو او عدلیې وزارتونو ته دنده سپارلې چې د کانونو په قانون کې د اړينو سمونو تر را وستولو وروسته دې يې د تصويب لپاره د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان د وزیرانو شورا د کانونو او عدلیې وزارتونو ته دنده سپارلې چې د کانونو په قانون کې د اړينو سمونو تر را وستولو وروسته دې يې د تصويب لپاره د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

دا دویم ځل دی چې د کانونود نوی قانون مسوده د وزیرانو شورا ته وړاندې کېږي، خو وزيرانو شورا يې ردوي.

د کانونو وزرات په وینا د نويو سمونو موخه دا ده چې دغه قانون له نړيوالو معيارونو سره برابر شي.

وزارت دا رنګه وايي چې د نويو سمونو پر بنسټ به قانون بهرنيو پانګه والو ته د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره شرايط ښه کړي.

د امريکا د جيولوجۍ د ادارې د يوې سروې له مخې افغانستان د درې تريليونو ډالرو په ارزښت کانونه لري چې راتلونکي کې به د دې هېواد د کورنيو عوايدو غوښنه برخه جوړه کړي.

پوښتنه دا ده چې د کانونو په قانون کې دغه نوې سمونې به څومره وکولى شي د افغانستان ملي ګټې خوندې کړي؟

د کانونو د سپړلو د قراردادونو په برخه کې روڼوالى رامنځ ته کړي او بهرنۍ کمپنۍ وهڅوي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي؟

په همدې اړه مو د افغانستان د کانونو د څارنې د يوې ټولنې له يوه چارواکي جاويد نوراني سره مرکه کړې.

نوموړی په سر کې پر دې غږېږي چې له کانونو د ګټې اخيستنې په برخه کې روڼوالي څنګه رامنځ ته کېداى شي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .