د افغان معیوبینو باسکټبال

د خپريدو وخت: 05:42 گرینویچ - دوشنبه 04 مارچ 2013 - 14 کب 1391
    • په کندهار کې د معیوبینو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ پیل شوې.
    • په سوېلې ولایت کندهار کې د ننګرهار او کندهار د معیوبینو د شپږو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ نن (دوشنبه/مارچ درېیمه) په دغه ولایت کې پیل شوې.
    • په کندهار کې د معیوبینو د بیارغاونې د ټولنې مشر بشیر احمد وایي، دغه سیالۍ یې د (ابرار) مؤسسې په مالي او تخنیکې مرسته ‎پیل کړې.
    • دغه سیالۍ به تر یوې اوونۍ پورې دوام کوي.
    • د ننګرهار د معیوبینو د باسکټبال لوبډلې یو لوبغاړی حضرت ګل چې ګوزڼ ناروغۍ یې د پښو ځواک ترې اخیستی، وایي هغه اوس یو اتل دی نه معیوب.
    • نوموړي پر کورنیو غږ وکړ، چې د خپلو کوچنیانو د یوه ښه راتلونکي او روغتیا لپاره دې هغوی ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکړي.
    • د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې په کندهار کې د معیوبینو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ کېږي.
    • یو کس ګوزڼ وهلی، تېره ورځ کندهار او هلمند کې د پولیو ضد کمپاین پیل شوی دی.
    • د معیوبینو د ټولنې مشر وايي، په دغه سیالیو کې د ننګرهار او کندهار ولایتونو درې درې لوبډلې برخه لري چې هره ورځ به درې لوبې کوي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .