د کراچۍ مرګونې چاودنې

د خپريدو وخت: 04:33 گرینویچ - دوشنبه 04 مارچ 2013 - 14 کب 1391
    • د پاکستان په کراچۍ ښار کې چارواکي وايي په هغه سیمه کې، چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، بمي چاودنې سلګونه کسان وژلي دي.
    • له پېښې وروسته لږ تر لږه ۵۰ ټپیان روغتون ته ولېږدول شول، خو ویره څرګندېږي، چې لا هم یو شمېر کسان د ورانو ودانیو تر خاورو خځلو لاندې دي.
    • د پېښې د قربانیانو غمجنو خپلوانو له پېښې وروسته د جسدونو په منځ کې د خپلو خپلوانو د پېژندګلوۍ ځورونکی کار پیل کړ.
    • که څه هم د یکشنبې د ورځې برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې، خوپاکستان کې پر شیعه لږکیو د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې د سني توند لارو لخوا پرله پسې مرګونه بریدونه شوي.
    • د وژل شویو خپلوانو له چاودنې وروسته د خپلو کورنیو د غړو لټون پیل کړ.
    • په وروستیو کې د پاکستان پر شیعه ګانو مرګوني بریدونه شوي دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .