د چاوېز ژوند په انځورنو کې

د خپريدو وخت: 10:32 گرینویچ - چارشنبه 06 مارچ 2013 - 16 کب 1391
    • چاوېز د پوځ له پراشوټ سرتېرو په ۱۹۹۲ کال کې د یوې ناکامې کودتا له لارې را څرګند شو، خو تر شپږو کالو وروسته یې د وېنيزويلا په سیاست کې ځان ښه مطرح کړ.
    • ده د ۱۹۹۲ په فبرورۍ کې، د وېنيزويلا د ولسمشر کارلوس اندریس پیریز په مشرۍ د حکومت ړنګولو ناکامه هڅه وکړه.
    • د وېنيزويلا د زیاترو ګاونډیو د سیاست خلاف، چاوېز په خپل هېواد کې دېموکراتیک حکومت جوړ کړ.
    • چاوېز د ۱۹۹۸ کال په ټاکنو کې واک ته ورسېد.
    • ده د کلیسا پر مذهبي کسانو نیوکه کوله، چې ګني د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې هڅې نه کوي، او تل د شتمنو د دفاع په خاطر د هغوی ترڅنګ ولاړ وي.
    • چاوېز له واشنګټن سره د اړیکو په اړه ویلي وو، چې ګني د هغه وخت ولسمشر جورج بوش "له ترهګرۍ سره مبارزه په ترهګریزو اعمالو کوي".
    • هوګو چاوېز به تل د بې وزلۍ ورکولو ژمنې کولې.
    • ده یو ځل د تېلو د شرکتونو له مشرانو سره په خبرو کې ویلي وو، چې ګني دوی په لهو او لعب کې ډوب دي، او د ولس غم ورسره نه شته.
    • دی د ۲۰۰۶ کال په دسمبر کې د ۶۳ سلنې رایو په ګټلو د څلورو کالو لپاره ولسمشر شو.
    • هغه د ۲۰۰۷ کال په دسمبر کې د اساسي قانون په ټول پوښتنه کې پاتې راغی، خو د نامحدودې نېټې لپاره ولسمشر شو.
    • دی په ۲۰۰۹ کال کې د ټاکل شویو چارواکو د واک نېټې ټاکلو ټول پوښتنه کې بریالی شو.
    • ده د ۲۰۱۱ کال په جون کې خپلو پلویانو ته وويل چې د سرطان ناروغۍ درملنه يې روانه ده.
    • چاوېز په ۲۰۱۲ کال کې له هغې چاودنې وروسته چې ۴۲ کسان يې ووژل د درې ورځو ماتم علان کړ.
    • په ۲۰۱۲ کال بیا د شپږو کالو لپاره ولسمشر وټاکل شو.
    • ښاغلي چاوېز څو ځلې داسې ښودلې وه چې ښايي د سرطان ناروغۍ له امله تر ډېره په څوکۍ پاتې نه شي.
    • د ښاغلي چاوېر د مړینې اعلان مرستیال ولسمشر نیکولاس مادورو وکړ.
    • ګڼ شمېر کسان د هغه روغتون مخې ته ور ټول شوي چې دی په کې ومړ.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .