شهراني: معدنونه به مو يو وخت ټول لگښتونه پوره کوي

د خپريدو وخت: 16:02 گرینویچ - پنجشنبه 07 مارچ 2013 - 17 کب 1391

ميډيا پلير

د افغانستان د کانونو وزير له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په ويديويي مرکه کې له نړيوالو شرکتونو سره د تړونونو پر شفافيت او افغان اقتصاد ته يې پر اهميت غږيږي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

بریتانیا د افغانستان د کانونو د راسپړلو د قرادادونو په ورکولو کې د روڼوالي د رامنځته کولو، د معدنونو د وزارت د کاري وړتيا لوړولو او نورو چارو ښه کولو لپاره د ١٥ ميلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

دغه مرسته لندن ته د افغانستان د کانونو د وزير وحید الله شهراني د سفر په ترڅ کې ياده شوه.

د افغانستان د کاني زېرمو ارزښت د یوه او درې تریلیونو ډالرو تر منځ اټکل شوی دی. مخکې د کانونو د راایستلو د قراردادونو په ورکړه کې د فساد او درغلیو ادعاوې شوې وې.

ښاغلى شهراني د بي بي سي پښتو وېبپاڼې په دې ويديويي مرکه کې لومړى لندن ته د خپل سفر خبره کوي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .