تېرو ۱۰۰ کالو کې د افغانستان 'لومړۍ مېرمنې'

د خپريدو وخت: 20:21 گرینویچ - پنجشنبه 07 مارچ 2013 - 17 کب 1391

په افغانستان کې د ښځو ټولنیز او سیاسي فعالیتونه اوږده مخینه لري. ددغو فعالیتونو پیلامه د امان الله خان (۱۹۲۹-۱۹۱۹) پورې تړاو لري. په دغه دوره کې د ښځو د فعالیتونو د پرمختګ په برخه کې د امان الله خان د مېرمنې ثریا طرزي د ځلانده رول په اړه اشارې شوې دي.

خو د افغانستان د نورو پاچاهانو او سیاسي مشرانو د ښځو په اړه ډېر مالومات نه شته. چې په دې لړ کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر او د طالب رژیم د لومړي وزیر ملا رباني د ښځو په اړه هېڅ مالومات نه شته. بي بي سي هڅه وکړه، چې په تېرو سلو کلونو کې د افغانستان د لومړیو مېرمنو او ملکو عکسونه ومومي او په اړه یې لنډ مالومات د دوی له انځورونو سره مل کړي.

    • زینت قریشي – د حامد کرزي مېرمن

      زینت قریشي په ۱۹۷۳ کال په سوېلي ولایت کندهار کې زیږېدلې او ماشومتوب یې همالته تېر کړی دی.

      هغې د کابل د طب پوهنځی لوستی او په ۱۹۹۲ کال د بلوچستان کوټې ښار ته له کورنۍ سره کډواله شوې ده، چې شپږ کاله یې هلته د کوټې په یوه روغتون کې کار کړی.

      زینت په ۱۹۹۷ کال له حامد کرزي سره کوژده وکړه، او د ۱۹۹۹ کال په جنورۍ کې یې سره واده وکړ.

      آغلې کرزۍ په تېرو لسو کلونو کې تر اوسه د افغانستان لومړۍ مېرمن وه. په دغه موده کې ګڼې افغان مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او زور زیاتي سره مخامخ وې.

      هغې په ۲۰۰۲ کال کې له بي بي سي سره په مرکه کې له افغان ښځو وغوښتل، چې تر ډېره زده کړو او روزنې ته مخه کړي.

    • ظاهره رباني- د برهان الدین رباني مېرمن ۱۹۹۲-۱۹۹۶ د افغانستان لومړۍ مېرمن

      ظاهره رباني د افغانستان د سیاسي فعالانو په منځ کې تر ډېره ناپېژندل شوې څېره ده. هغې په ۱۳۹۱ کال کې، هغه مهال چې برهان الدین رباني د سولې د عالي شورا رییس و، یوې بې سابقې خبري غونډې ته له طالبانو سره د سولې د چمتووالي په اړه د یوې فعالې ښځې په بڼه خبرې وکړې.

      آغلې رباني په غونډه کې خبریالانو ته وویل: "که څه هم د کور پر کارونو بوخته یم، خو په تېر کې مې سیاسي فعالیت درلود."

      د هغې د ویناوو پربنسټ، هغې وړاندې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند او جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ د اوربند په برخه کې ونډه درلوده.

    • فتانه، د ډاکټر نجیب الله مېرمن

      فتانه د ۱۹۵۳ کال په بغلان ولایت کې دې نړۍ ته سترګې غړولې او د فارسي ژبې او ادبیاتو دوکتورا لري.

      هغې څه موده د نوي ډیلي پوهنتون کې تدریس کړی، او اوس همالته ژوند کوي.

      آغلې فتانې د ۱۳۵۳ په سنبله/وږي کې له ډاکټر نجیب الله سره واده وکړ، چې د هیلې، اوونۍ او مسکا وزېږېدې.

      دا وايي په سیاسي فعالیت کې یې ونډه نه لرله.

      آغلې فتانه نجیب له ۱۹۸۷ تر ۱۹۹۲ پورې د افغانستان لومړۍ مېرمن وه.

    • نور بي‌بي تره کي، د نورمحمد تره کي مېرمن

      د نور محمد تره کي د مېرمنې په اړه باوري سرچینو کې مالومات نه شته، د ښاغلي تره کي حکومت له ۱۹۷۸ تر ۱۹۷۹ پورې دوام وکړ. ښځو وکړای شو، چې په دې موده کې سیاسي او د قانون جوړونې برخو کې برخه واخلي.

      په دې وخت کې اجباري ودونه ممنوع اعلان شول.

      د حکومت ځینې مهم وزارتونه او ځینې مهم بنسټونه د ښځو له لوري اداره کېدل.

      خو داسې اسناد نه شته، چې وښيي د افغانستان لومړنۍ مېرمنې په خپله په سیاسي او ټولنیزو برخو کې ونډه لرله.

    • مېرمن زینب، د سردار محمد داود خان مېرمن

      مېرمن زینب په ۱۹۱۷ کال دنیا ته راغلې او په ۱۹۳۳ کال یې په شپاړس کلنۍ کې د افغانستان له لومړي ولسمشر سردار محمد داود خان سره واده وکړ.

      زینب د نادرشاه لور او د محمد ظاهر شاه خور وه، چې د ثور/غويي پر اوومه د داود خان د کورنۍ له نورو غړو سره یوځای په ارګ کې ووژل شوه.

      آغلې زینب چې له ۱۹۷۳ تر ۱۹۷۸ کال پورې د افغانستان لومړۍ مېرمن وه، د افغانستان په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه نه لرله.

    • ملکه حمیرا، د ظاهرشاه مېرمن

      ملکه حمیرا په ‍‍۱۹۱۶ کال دې نړۍ ته سترګې وغړولې او د ۲۰۰۲ د جون میاشتې پر ۲۶مه په روم کې د ۸۶ کلونو په عمر مړه شوه.

      هغه به د امریکا په ګډون له ظاهرشاه سره په بهرنیو سفرونو کې مله وه.

      آغلې حمیرا د افغانستان په ټولنیزو او روزنیزو برخو کې فعالیت درلود، او "د مېرمنو ټولنه" د بنسټګرو مشرانو او د ښځو د حقونو د دفاع له چارواکو څخه وه.

      ملکې حمیرا به ښځې دې ته هڅولې، چې په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې خپله ونډه وښيي.

      هغې د سره صلیب د ټولنې په ګډون په ځینو خیریه ټولنو کې په رضاکارانه ډول برخه اخیسته.

      ملکه حمیرا له ۱۹۳۱ تر ۱۹۷۳ پورې د افغانستان لومړۍ مېرمن وه.

    • بي بي سروري سنګري، د حبیب الله کلکاني مېرمن

      بېنظیر سروري پروان ولایت کې زیږېدلې او په ۱۹۲۳ کال یې له حبیب الله کلکاني سره واده کړی، چې په ۱۹۲۹ کال د افغانستان پاچا شو.

      ځینې رپوټونه وايي، چې آغلې سروري د خپل مېړه کلکاني د واکمنۍ پرمهال او هغه مهال چې مېړه یې بندي بیا وتښتېد، له خپل مېړه سره کلکه ملګرتیا کوله، همدا ده، چې ځينې یې بي بي سروري سنګري بولي.

      بي بي سروري سنګري د مبارزو افغان ښځو له ډلې ګڼل کېږي، چې د حکومت له لوري په ۱۹۳۰ کال په شلو کلونو بند محکومه شوې ده.

      بي بي سروري په ۱۹۲۹ کال د نهو میاشتو لپاره د افغانستان ملکه وه.

    • ملکه ثریا طرزی، د شاه امان الله خان مېرمن

      ثریا طرزی د ۱۸۹۷ کال نومبر پر ۲۴مه، د سوریې پلازمېنه دمشق کې زیږېدلې ده. د ملکې ثریا مور د سوريې وه.

      ملکه ثریا له ۱۹۱۹ تر تر ۱۹۲۹ پورې د افغانستان ملکه وه.

      پلار یې محمود طرزی "د افغانستان د مطبوعاتو پلار" په نامه یادېده، او مور یې اسما رسمیې په دمشق کې زده کړې کړې وې.

      ثریا طرزی په شپاړس کلنۍ کې په ۱۹۱۳ کال له شاه امان الله خان سره واده کړی.

      په ۲۰ کلنۍ کې شاه امان الله خان پاچاهۍ ته ورسېد، همدا وو، چې ملکه ثریا د افغانستان د کولتور وزیره شوه.

      تاریخي لیکنې ملکه ثریا د ښځو د زادۍ له مخکښو څخه ګڼي.

      ملکه ثریا په زیاترو اروپايي سفرونو کې له شاه امان الله خان سره ملګرې وه.

      په دې پېر کې د نجونو ښوونځي جوړ شول، او د ښځو ځانګړې مجلې چاپ شوې.

      ملکه ثریا له ۱۹۱۹ تر ۱۹۲۹ پورې د افغانستان ملکه وه.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .