د ښځینه افغانو سوداګرو ستونزې او پرمختګ

د خپريدو وخت: 04:59 گرینویچ - 10 مارچ 2013 - 20 کب 1391
    • د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د پانګونې د ملاتړ له ادارې یا ایسا سره په ګډه ښځو د نړیوالې ورځې په پلمه د ښځینه لاسي صنایعو یو نندارتون پرانیست.
    • په دې نندارتون کې د ښځینه صنایعو جوړونې تر څلوېښتو ډېرو بنسټونو ګډون درلود. دغه نندارتون به دوې ورځې دوام کوي.
    • لاسي افغاني غالۍ د نندارې په ټولو غرفو کې اېښودل شوې وې.
    • د کابل باغ بابر په دې نندارتون کې افغانو سوداګرو ښځو خپل لاسي صنایع خرڅلاو ته وړاندې کړي وو.
    • د زهره امیري په نامه یوه افغانه سوداګره وايي، د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ترڅنګ د خپلو لاسي صنایعو لپاره مناسب ځای نه مومي.
    • د افغانستان د صادراتو د پراختیا د څانګې رییسه نجلا حبیب یار وايي، ددغه نندارتون جوړول په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو د ونډې په ډاګه کول دي.
    • افغان چارواکي وايي، په سیمه کې سیاسي ډګر کې د افغان ښځو ونډه کم سارې ده، چې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې هم د دوی ونډې ته باید پام وشي.
    • خو افغان مېرمنې وايي، لاهم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
    • د امنیت نشتوالی او د ښځینه وړتیاوو د ټیټوالي له کبله ښځې له ګڼو ستونزه سره مخامخ دي.
    • د افغان ښځینه لاسي صنایعو په نندارتون کې ښځو ته سره ګلونه ډالۍ شول.
    • د نندارتون په یوه برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ وزیر ځینو سوداګرو او ښځینه خبریالانو ته جایزې هم ورکړې.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .