د نړۍ مشهورې ښځې په انځورونو کې

د خپريدو وخت: 05:50 گرینویچ - شنبه‬ 09 مارچ 2013 - 19 کب 1391
    • دویمه الزابیت د ۱۹۲۶ کال د اپریل پر ۲۱ لندن کې زیږېدلې او د برتانیا د ملکې څوکۍ ته په رسېدا کې درېیمه ښځه ده. هغه په ۲۵ کلنۍ کې ملکه شوه.
    • سونیا ګاندي، هغه هندۍ سیاستواله ده، چې د ۲۰۰۴ کال په ټاکنو کې تر بریا وروسته باید لومړۍ وزیره شوې وای. خو ونه شوه. نوموړې د هند د ایتلافي ګوند مشره ده.
    • انجلینا جولي، هغه امریکایۍ سینمايي لوبغاړې ده، چې د اوسکار جایزه یې ګتلې او په خیریه کارونو شهرت لري، اوس د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیره ده.
    • توکل کرمان د یمن د بشري حقونو یوه فعاله، خبریاله او مشره ده، چې د ۲۰۱۱ کال د نوبل د سولې جایزه یې وګټله. هغې په یمن کې د بشري حقونو په دفاع کې فعالیتونه کړي.
    • نوال السعداوي، ډاکټره، ناقده، لیکواله او هغه ناول لیکونکې ده، چې تر څنګ یې د بشري حقونو ددفاع برخه کې هم ونډه لري. نوموړې په ۱۹۸۱ کال کې د انورالسادات د ولسمشرۍ پرمهال بندي شوه. د اندونو او لیکنو له کبله تبعید شوې هم ده.
    • ینګلوک شیناواترا د تایلنډ لومړۍ وزیره ده، هغه لومړۍ ښځه، چې په تایلنډ کې یې د وزیرانو شورا څوکۍ وګټله. هغه د ۲۰۱۱ کال د اګست پر پنځمه لومړۍ وزیره شوه.
    • هیلري کلنټن، له ۲۰۰۹، جنوري ۲۰ تر ۱ فبروري ۲۰۱۳ پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وه. د ۲۰۰۸ کال لپاره د امریکايي ولسمشریزو ټاکنو لپاره د دیموکراتانو وتلې کاندیده وه. خو د بارک اوباما په مقابل کې له خپلې کاندیداترۍ تېره شوه.
    • دیلما فانا روزیف، د برازیل شپږ دېرشمه ولسمشره، نوموړې په ۱۹۴۷ کال کې زیږېدلې ده. په ۲۰۱۰ کې د برازیل ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېده او ٪۵۸ رایې یې وګټلې.
    • په ۱۹۴۵ کال کې زیږېدلې اون سان سوچي، د بورما د مخالفینو مشره ده، چې د امریکا د کانګرس له خوا بیداره او زړوره ښځه بلل شوې ده. د ۱۹۹۰ کال د فکري د ازادۍ د سخاوف جایزه یې ګټلې ده. او په ۱۹۹۱ کال یې د نوبل د سولې جایزه وګټله. په ۱۹۹۲ کال یې د هندي حکومت د جواهر لال نهرو جایزه وګټله. ځینې نورې نړیوالې جایزې یې هم ترلاسه کړې دي.
    • امیرة الطویل، د الولید بن طلال ښځه ده، هغه لومړۍ سعودي ملکه ده چې په رسنیو کې راڅرګندېږي. دغه سعودي امیره له هغو سعودي ښځو ده، چې د ښځې د ازادۍ پلوي کوي. الطویل د سعودي عربستان هغه لومړنۍ ملکه ده، چې له خپل مېړه سره بهرنیو سفرونو کې مل وي.
    • نجود علي په یمن کې د اجباري ودونو ضد فعاله ده. په لس کلنۍ کې خپل هغه مېړه طلاقه کړه، چې ټیک شل کاله پرې مشر و، چې دا په یمن کې د دودونو مخالف کار دی. د ۲۰۰۸ نومبر کې هیلري کلنټن او کانډولیزا رایس هغه یوه زړوره ښځه وبلله.
    • انګیلا میرکل د جرمني هغه سیاستواله او د عیسوي دیموکرات اتحاد مشره ده، چې په جرمني کې ډېر مینه وال لري. نوموړې د ۲۰۰۵ د نومبر له ۲۲ راهیسې سلاکاره وه، دا لومړۍ ښځه ده، چې دغه منصب ته رسېږي. د فوربز مجلې په وینا، میرکل د ۲۰۱۱ کال د نړۍ غوره ښځه ګڼل شوې ده.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .