د تېر کانکور مردودې پایلې

د خپريدو وخت: 13:04 گرینویچ - شنبه‬ 09 مارچ 2013 - 19 کب 1391

ميډيا پلير

په کابل کې د مدني ټولنې غړو او لسګونو نورو ځوانانو د کانکور د اعلان شویو پایلو پر ضد مظاهره وکړه. مظاهره چیانو ادعا کوله، چې په سږني کانکور کې پراخې درغلۍ شوې دي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

په کابل کې د مدني ټولنې غړو او لسګونو نورو ځوانانو د کانکور د اعلان شویو پایلو پر ضد مظاهره وکړه. مظاهره چیانو ادعا کوله، چې په سږني کانکور کې پراخې درغلۍ شوې دي. دغو کسانو همداراز ادعا کوله چې د کانکور د پایلو له مخې د ځینو ځانګړو سیمو زده کوونکي له یوې مخې په لوړو نمرو بریالي شوي او د ځینو نورو سیمو ډېری زده کوونکي یا بې پایلې شوي او یا هم له ټاکلو پوهنځیو خلاف نورو ته ورکړل شوي دي.

دوی د سږني کانکور د نتایجو د لغوه کېدو او په درغلیو کې د ښکېلو چارواکو د محاکمه کولو غوښتنه کوله.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .