د تېر کانکور پایلو ضد لاریون

د خپريدو وخت: 13:22 گرینویچ - شنبه‬ 09 مارچ 2013 - 19 کب 1391
    • په کابل کې د مدني ټولنې غړو او لسګونو نورو ځوانانو د کانکور د اعلان شویو پایلو پر ضد مظاهره وکړه.
    • مظاهره چیانو ادعا کوله، چې په سږني کانکور کې پراخې درغلۍ شوې دي
    • دغو کسانو همداراز ادعا کوله چې د کانکور د پایلو له مخې د ځینو ځانګړو سیمو زده کوونکي له یوې مخې په لوړو نمرو بریالي شوي او د ځینو نورو سیمو ډېری زده کوونکي یا بې پایلې شوي او یا هم له ټاکلو پوهنځیو خلاف نورو ته ورکړل شوي دي.
    • دوی د سږني کانکور د نتایجو د لغوه کېدو او په درغلیو کې د ښکېلو چارواکو د محاکمه کولو غوښتنه کوله.
    • دغه لسګونه تنه مظاهره چیان د سږني کانکور د پایلو پر ضد د کابل سړکونو ته راوتي وو او له ده بوري څلور لارې یې د افغانستان د ملي شورا ودانۍ پورې لاریون وکړ.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .