د بګرام زندان سپارلو ځنډ لامل څه کېداى شي؟

د خپريدو وخت: 17:20 گرینویچ - شنبه‬ 09 مارچ 2013 - 19 کب 1391

ميډيا پلير

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د ځينو تخنيکي ستونزو له امله افغان لوري ته د بګرام زندان د مسووليت سپارلو چارې ځنډېدلي دي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د ځينو تخنيکي ستونزو له امله افغان لوري ته د بګرام زندان د مسووليت سپارلو چارې ځنډېدلي دي.

په همدې حال کې د امنيتي چارو د لېږد کميسيون بيا وايي چې د امنيتي ستونزو له امله دغه چاره د لنډ مهال لپاره ځنډول شوې او په وينا يې دغه بهير به په راتلونکو لنډو ورځو کې پلى شي.

په افغانستان کې افغان لوري ته د بګرام زندان د واګو سپارل هغه لانجمنه موضوع ده چې د څو کالو راهيسې د افغان او امريکايي چارواکو تر منځ يې ناندرې را پورته کړې دي

د چارو ځينې څارونکي په دې باور دي چې افغانانو ته د بګرام زندان د چارو سپارلو د ځنډېدا لامل ښايي دا وي چې بهرنيان غواړي افغان حکومت سره داسې يوې هوکړې ته ورسېږي چې له مخې يې افغان حکومت په دغه زندان کې د ډېرو مهمو زندانيانو په پرېښوولو کې پرانيستى لاس و نه لري.

د پوځي چارو کار پوه نېک محمد کابلى مو وپوښت چې د دغه ځنډ اصلي لامل څه کېداى شي؟

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .