ولسمشر له نننۍ څرګندونو څه ترلاسه کول غواړي؟

د خپريدو وخت: 13:26 گرینویچ - 10 مارچ 2013 - 20 کب 1391

ميډيا پلير

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، که څه هم امریکا او طالبان یو له بل سره د دښمنۍ دعوه کوي، خو په پټه یې سره لاس یو کړی او د یو بل په ګټه په افغانستان کې خپلې جګړې ته داوام ورکوي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، که څه هم امریکا او طالبان یو له بل سره د دښمنۍ دعوه کوي، خو په پټه یې سره لاس یو کړی او د یو بل په ګټه په افغانستان کې خپلې جګړې ته داوام ورکوي.

ښاغلي کرزي په کابل کې یوې غونډې ته وویل، طالبان امریکایانو ته د زور ښوولو په نامه په خپلو بریدونو کې افغانان وژني، خو مشران یې، د ده په خبره، هره ورځ په خلیجي او لوېدیځو هېوادونو کې له امریکایانو او بهرنیانو سره د معاملو تر سره کولو لپاره خبرې کوي.

ده وویل، طالبان د خپلو بریدونو پر مټ غواړي له افغانستانه د نړیوالو د وتلو پر ځای د دوی شتون ته زمینه برابره کړي.

د ولسمشر کرزي په وینا امریکایان هم طالبان خپل دښمنان نه ګڼي خو له دوی سره د جګړې په نامه ولسي افغانان ځوروي.

خو په کابل کې د امریکا سفارت او د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو قوماندان د ولسمشر حامد کرزي دا خبره ناسمه بللې چې ګواکې امریکا له طالبانو سره جوړجاړی کوي.

د ولسمشر کرزي د دغو څرګندونو په هکله د چارو له شننوونکي وحید مژده او د کابل پوهنتون له استاد او حقوق پوه فاروق بشر سره وغږېدو او په پیل کې مو ښاغلي مژده وپوښت چې ولسمشر کرزی په دغسې څرګندونو څه ترلاسه کول غواړي؟

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .