د عکسونو البوم: د پاکستان او ایران تر منځ د غازو نل لیکه

د خپريدو وخت: 21:11 گرینویچ - دوشنبه 11 مارچ 2013 - 21 کب 1391
    • د پاکستان او ایران ولسمشرانو آصف علي زرداري او محمود احمدي نیژاد له ایرانه پاکستان ته د ګازو د نل لیکې د غځولو پروژه نن دوشنبه د مارچ ۱۱مه پرانستله.
    • د پروژې له مخې، د ایران له خوا د غازو د نل لیکې غځولو چاره نژدې بشپړه شوې ده، خو پاکستان به ډېر ژر د دغې پروژې لپاره بنسټیزه چارې پیلوي.
    • پر دې پروژې اوه نیم ملیارده ډالر لګښت راځي چې ډېره برخه یې ایران ګالي او پاتې نور به یې پاکستان ورکوي.
    • پاکستاني چارواکي وايي له دې سره به په پاکستان کې د ګازو او بریښنا اړتیا تر ډېره بریده پوره شي خو امریکا له دې پرژوې سره جدي مخالفت څرګند کړی.
    • په دې ۷۸۰ کیلو متره اوږې نل لیکې کې به هره ورځ پاکستان ته ۲۰ میلیونه مکعبه ګازه لېږدول کېږي.
    • پر دې پروژې په لومړي ځل په ۱۹۹۴ میلادي کال کې خبرې پیل شوې او په پام کې وه چې د ګازو دا نل لیکه له پاکستانه هندوستان ته هم وغځول شي خو په ۲۰۰۹ کال کې هند ترې وروسته له هغه په شا شو چې له امریکا سره یې اتومي تړون لاسلیک کړ.
    • د ایران غاړې ته د دې پروژې کار بشپړ شوی او په پام کې ده چې په راتلوونکو دوو کلونو کې یې چارې د پاکستان لوري ته هم بشپړې شي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .