ولسمشر کرزی ولې د امريکا پرضد توندې څرگندونې کوي؟

د خپريدو وخت: 15:12 گرینویچ - چارشنبه 13 مارچ 2013 - 23 کب 1391

ميډيا پلير

د افغان ولسمشر وياند ايمل فيضي وايي د کابل او واشنگټن ترمنځ د ډېپلوماسۍ د ماتې له کبله ولسمشر حامدکرزى اړ وتى چې په وروستيو کې د امريکا پرضد توندې څرگندونې وکړي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغان ولسمشر وياند ايمل فيضي وايي د کابل او واشنگټن ترمنځ د ډېپلوماسۍ د ماتې له کبله ولسمشر حامدکرزى اړ وتى چې په وروستيو کې د امريکا پرضد توندې څرگندونې وکړي.

ښاغلي کرزي د سه شبنې په ورځ هلمند کې له قومي مشرانو سره د غونډې پرمهال وويل، طالبان د امريکايانو په خدمت کې دي، له هغوى سره خبرې اترې کوي، خو افغانان وژني.

هغه پر امريکايانو هم نيوکه وکړه چې افغان لوري ته د بگرام زندان له سپارلو ډډه کوي.


په همدې حال کې د حکومت مخالف اپوزيسيون د افغان ولسمشر دغه څرگندونې د افغانستان د ملي گټو مخالفې بللې دي.

خو ښاغلى فيضي د اپوزيسيون دغه خبره ردوي او وايي افغان حکومت له امريکا غواړي چې له افغانستان سره د يوه خپلواک دولت په توگه چلند وکړي.

په دې اړه له ښاغلي فيضي سره د متین سمسور مرکه.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .