د عکسونو البوم: د کشمېر برید

د خپريدو وخت: 13:10 گرینویچ - چارشنبه 13 مارچ 2013 - 23 کب 1391
    • د چارشنبې په ورځ (د مارچ ۱۳مه) وسله والو کسانو په سرینګر کې د هندي پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې له امله یې پنځه پولیس ووژل شول.
    • د پولیسو په وینا بریدګرو د پولیسو پر دغه مرکز لاسي بمونه غورځولي دي
    • په ځوابيه ډزو کې دوه اورپکي هم وژل شوي دي.
    • دغه برید په سرینګر کې یوه ښوونځي ته نژدې شوي دی چې په کې زده کوونکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
    • تر برید وروسته پولیسو سیمه کلا بنده کړې ده.
    • په تېرو درېیو کلونو کې دا لومړی لوی برید دی چې د هند تر ولکي لاندې کشمېر کې تر سره کېږي.
    • تر اوسه پورې د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو هندي چارواکي وايي داسې ښکاري چې بریدګر له پاکستانه ورغلي وي.
    • هند پر پاکستان تورلګوي چې په خپله خاوره کې اورپکی روزي خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .