د کندهار مسلکي زده کړو فارغانې

د خپريدو وخت: 05:46 گرینویچ - پنجشنبه 14 مارچ 2013 - 24 کب 1391
    • په کندهار کې ٢٥٠ نجونې له عصري زده کړو فارغې شوې.
    • ياد انستيتيوت چې مخکې د کاناډا په مرسته فعال و، اوس يې د يوه کال لپاره د امريکا متحده ايالاتو ملي ننګه کړې ده چې تر دې مهاله يې ١٦٠٠ کسان، چې زيات شمېر يې ښځينه دي، فارغ کړي او ټولنې ته وړاندې کړي دي.
    • د مسلکي زده کړو د انستيتيوت مشر احسان الله احسان وایي، د ياد انستيتيوت نویو فارغو شویو زده کوونکو ته د ادارې، انګليسي، کمپيوټر او ورته نورو برخو کې زده کړې ورکړل شوي.
    • ښاغلې احسان وایي چې د نویو فارغو شویو زده کوونکو په منځ کې شپاړسو نجونو د یوه کاناډایي پوهنتون (سايټ پولیتخنیک) نه دویډیو کنفرانس له لارې زده کړې ترلاسه کړې، او پنځوس نورې لاهم په زده کړو بوختې دي.
    • دعصرې زده کړو په دغه انستیتیوت کې ۴۰ نجونې د امریکا د متحده ایالاتو د یوه بشري بنسټ له خوا چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي، د ادارې او انګلیسي ژبې په برخو کې د ویډیو کنفرانس له لارې روزنه ورکول کیږي.
    • د عصري زده کړو مرکز د مشرانو په خبره له ۲۰۰۷ راهیسې یې یو زر او شپږ سوه ښځینه او نارینه زده کوونکي په بېلابېلو عصري علومو سمبال او ټولنې ته وړاندې کړې.
    • ددغه مرکز مشر احسان الله احسان وایي چې له دې مرکزه اته سوه نجونو د فراغت نه وروسته یاخو په نړیوالو ادارو کې په لوړ معاش دندې ترلاسه کړې او یاهم په بهرنیو هېوادونو کې یې د لوړو زده کړو چانس ترلاسه کړی.
    • که څه هم دغه مرکز د پنځو کلونو لپاره د کاناډا د مالي مرستې نه برخمن و، خو ددغه مرستو د بندیدو سره سم د یوه کال لپاره د امریکا د متحده ایالاتو په مالي مرسته یې چارې مخته وړل کېږي.
    • خو ددغه مرکز چارواکي تمه ښيي چې د امریکا متحده ایالاتو مرستې به د نورو کلونو لپاره هم وغځول شي.
    • احسان له تازه فارغه شويو- نجونو او هلکانو وغوښتل چې نورې زده کړې هم تر لاسه او کومې زده کړې چې يې ترلاسه کړې دي، په ټولنه کې ګټه ترې پورته او نور خلک په وپوهوي.
    • همداسې په وار د ښځو چارو رئيسې رقيي اڅکزۍ، د ولايتي شورا غړي مريم درانۍ، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال ويناوې وکړې.
    • هغوى خوښي وښودله چې نن يو ځل بيا په عصري زده کړو سمبال ښځينه زده کوونکي ټولنې ته وړاندې کېږي، وينا والو له فارغه زده کوونکو وغوښتل چې زده کړي له ځان سره ونه ساتي او نورو زده کوونکو ته په تدريس کولو سره هغوى هم په عصري زده کړو سمبالې کړي.
    • ددغو مراسمو په پلمه د ښځو د پيوستون د نړيوالې ورځې په اړه هم د ښځو پر مقام خبرې وشوې او هغوى ته د دې د ورځې په مناسب مبارکي وويل شوه.
    • د مراسمو په وروستيو کې پر فارغو زده کوونکو بري ليکونه او پر فعالو ښځو او خبريالانو ستاينليکونه او سوغاتونه هم ووېشل شول.
    • د مسلکي زده کړو په دې انستيتيوت کې دا مهال اتلس سوه د انګليسۍ، کمپيوټر، منجمنت او نورو برخو کې په زده کړو بوخت دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .