د غزني میسګرۍ صنعت په ورکېدو دی

د خپريدو وخت: 10:57 گرینویچ - جمعه 15 مارچ 2013 - 25 کب 1391
    • ميس ګري د افغانستان له لرغونو لاسي صنايعو ګڼل کېده، چې په غزني کې يې هم يومهال بازار ډېر تود او ګڼ شمېر مينه وال يي لرل.
    • په غزني کې د مس ګرۍ نژدې سل دوکانونه وو، چې سلګونه کسان په کې په کار بوخت وو.
    • اوس په غزني ښار کې د مس ګرۍ یوازې دوه دوکانونه دي.
    • ددغه ښاريو ميسګر چې کلونه کلونه يي په دې برخه کې کار کړى، وايي داچې په غزني د ميسګري کارونه په ټپه ودرېدل، نو يې له دغه کاره لاس واخيست اوپه ښارکې يې د ريکشا چلولو ته مخه کړه.
    • میسګران وايي، دا چې اوس خلکو د میسي لوښو پرځای نیکلي او چیني لوښو ته مخه کړې ده، د میسګرۍ کار هم چندان ګټور نه پرېوځي.
    • د غزني د کانو او صنایعو ریاست وايي، چې په دغه ښار کې د میسګرۍ لرغونی صنعت د ورکېدو په حال کې دی.
    • هغو کورنيو چې ددغه صنعت په برکت يې خپله ګذاره کوله اوس له ستونزو سره مخامخ دي.
    • په غزني کې د کانو او صنايعو ريیس احسان الله بيات وايي، دا اوس اوس د ميسګري، چرمګري، کلالي، اواوبدلو، ترکاڼۍ، حلبي وسايلود جوړېدو په برخه د پراختيا او ودې ورکولو پلانونو ترلاس لاندې دي.
    • دی وايي چې ددغو لرني صنعت د ساتنې لپاره هلې ځلې کوي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .