د ځانګړو امریکايي ځواکونو ضد لاریون

د خپريدو وخت: 12:23 گرینویچ - شنبه‬ 16 مارچ 2013 - 26 کب 1391
    • په پلازمېنه کابل کې د وردګو سلګونو اوسېدونکو له دغه ولایته د ځانګړو امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر د وروستي فرمان په ملاتړ کې لاریون کړی و.
    • د دغو لاریون کوونکو شمیر نژدې زرو کسانو ته رسېده.
    • دوی په دې باور وو، چې که ځانګړي امریکايي ځواکونه له وردګو ونه وځي، نو دوی به هم وسلې راپورته کړي.
    • خو یو شمېر نورو یې بیا ویل چې د امریکايي ځانګړي ځواکونو تر وتلو به خپل لاریونونو ته دوام ورکوي.
    • لاریون کوونکو دغه راز د هغو لسو کسانو د برخلیک روښانه کېدل غوښتل چې په وردګو کې د دوی په وینا د ځانګړي امریکايي ځواکونو له خوا نیول شوي.
    • قهرېدلو لاریونیانو له حکومته غوښتل چې دغه ځواکونه باید په وردګو کې د شاوخوا لس تنو د وژلو او لسګونه نورو د ربړولو له امله محاکمه شي.
    • دغو لاریون کوونکو له وردګو نه یوازې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یا سپیشل فورس د وتلو غوښتنه کوله او د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړیوالو ځواکونو د وتلو په اړه د لاریون په ترڅ کې څه ونه ویل شول.
    • دغه لاریون د کابل له دهبوري څلورلارې نه پیل شوی و او تر ملي شورا پورې وغځېده.
    • دغه لاریون نژدې څلور ساعته دوام وکړ.
    • د لاریون په پای کې لاریون کوونکو خپلې غوښتنې ولسي وګړو سره هم شریکې کړې.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .