"کرزي باید امریکایانو سره خبرې کړې وای نه رسنیو ته"

د خپريدو وخت: 17:04 گرینویچ - شنبه‬ 16 مارچ 2013 - 26 کب 1391

ميډيا پلير

په افغانستان کې د عالمانو شورا له امريکا غوښتي چې د وردګو ولايت څخه د ځانګړو امريکايي ځواکونو د راويستلو او افغان لوري ته د بګرام زندان سپارلو په لړ کې د ولسمشر کرزي غوښتنې ومني.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

په افغانستان کې د عالمانو شورا له امريکا غوښتي چې د وردګو ولايت څخه د ځانګړو امريکايي ځواکونو د راويستلو او افغان لوري ته د بګرام زندان سپارلو په لړ کې د ولسمشر کرزي غوښتنې ومني.

دا غوښتنه د شورا لخوا په يوې اعلامیې کې په داسې وخت کې شوې ده چې همدې مسالو له وړاندې د افغان او امريکا حکومت اړيکې ترينګلې کړې دي.

د علماوو شورا امريکايي ځواکونو ته خبرداری ورکړی که د ولسمشر غوښتنې ونه مني نو له عکس العمل سره مخامخ کېدى شي.

بل لوري ته په کابل کې د وردګو سلګونه اوسېدونکو په يوې مظاهره کې له ځانګړو امريکايي ځواکونو غوښتي دي چې د دې ولايت څخه ووځي.

لاریون کوونکو ادعا کوله چې دغو ځواکونو په تېرو څو میاشتو کې لس کسان وژلي، شاوخوا لس نور یې له ځانه سره وړي او لسګونه نور یې ربړولي دي.

په وردګو کې د ځانګړو امريکايي ځواکونو شتون او په ادعا شوې شکنجې کې د هغوی ښکېلتيا د دې سبب شوی چې ولسمشر حامد کرزى په امريکا سختې نيوکې وکړي.

په همدې اړه مو د کابل پوهنتون له استاد فاروق بشر څخه وپوښتل چې د علماو شورا غوښتنې، او د وردګو د اوسېدونکو لاريون ته څرنګه ګوري؟

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .