بیا دې ارغند په مستېدو راغلی

د خپريدو وخت: 05:51 گرینویچ - 17 مارچ 2013 - 27 کب 1391
    • ارغنداب د كندهار ښار په ۱۰ كيلومترۍ كې شمال لوېديځ ته پرته ولسوالۍ ده، چې دغه د کرنیزو محصولاتو له اړخه خورا مهمه ده.
    • د ارغنداب مهم پیداوار انار او انګور دي چې نه یوازې په کور دننه، بلکې ترڅنګ یې په نړیوالو بازارونو کې د ښه نوم او بازار څخه برخمن دی.
    • د ارغنداب د کرنیزو ځمکو او باغونو د خړبولو مهمه سرچینه دهلې د اوبو بند دی چې ددغه ولسوالۍ شمال پلو ته د شاولیکوټ په ولسوالۍ کې له ننه ۶۰ کاله وړاندې د یوې امریکایي کمپنۍ له خوا جوړ شوی و.
    • درې لسیزې وړاندې ارغنداب د کندهار ښار په کچه د مېلو لپاره یوه تر ټولو مهمه سیمه بلل کېده.
    • په دغه ولسوالۍ کی د محمد ظاهر شاه له خوا د سرکاري باغ په نوم یو ښکلی مېله ځای جوړ شوی و، چې اوسمهال هغه پخوانی خوند او رنګ په کې نه شته.
    • په دغه باغ کې به د نوروز او د خپلواکۍ د جشن لمانځلو پرمهال د شالیمار مېلې جوړېدل او ان له پښتونخوا به لاهم خلک دغو مېلو ته راتل چې پوره پنځلس ورځې به یی دوام کاوه.
    • د ارغنداب د سېند پرغاړه د یوې کوچنوټې غونډۍ پر سر د بابا حسن ابدال چې په بابا ولي هم مشهور زیارت دی، چې له ګڼو سیمو خلک دغه زیارت ته راځي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .