ستاسې نظر: ستاسو له نظره خوشحالي څه ده؟

د خپريدو وخت: 17:32 گرینویچ - سه شنبه 19 مارچ 2013 - 29 کب 1391

ميډيا پلير

د مارچ ۲۰مه د خوشحالۍ نړیواله ورځ نومول شوې، د دې اوونۍ ستاسې نظر پروګرام کې پر دې خبرې وشوې چې ستاسو له نظره خوشحالي څه ده، تاسو خوشحالي په څه کې ده؟

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

خوشحالي او ښه ژوند د ټولو انسانانو لومړنۍ غوښتنه ده. د دې لپاره چې په نړۍ کې بي وزلي له مینځه لاړه شي او ټولو انسانانو ته د ژوندانه یو ډول شرایط برابر شي په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د مارچ د میاشتې ۲۰ مه د خوشحالۍ د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه.

دا اوونۍ په همدې پلمه د بي بي سي له مینه والو سره په ستاسې نظر پروګرام کې غږېدلي یو او پوښتلي مو دي چې ستاسو له نظره خوشحالي څه ده، تاسو خوشحالي په څه کې ده؟

ستاسې پیغامونه

اسلام ګل لیکي چې په افغانستان کې اسلامي نظام وي همدا زموږ خوشحالي ده.

عبدالمحمد میوند وايي خوشحالي هغه وخت راتللی شي چې ټول ولس په اتفاق ژوند وکړي او قوم پرستي له مینځه لاړه شي.

داود پوپل لیکي خوشحالي د انسان روحي سکون ته وايي او هغه ده چې یوازې د خوښیو خبرې واورې او له جنګ او مرګونو نه نور خلاص شو دې ته خوشحالي وايي.

میرزا ترکي وايي ښکلي روحي حالت ته خوشحالي وايي.

مطیع الله دانش لیکي زما په نظر خوشحالي له زړه فکر او وجود په سکون او ارامتیا کې پروت حالت ته وايي.

شفیع خان لیکي نور نه پوهېږم خو په دې تېرو لسو کلونو کې پښتانه له خوشحالۍ سره نه دي مخامخ شوي.

بشیر ساپی وايي زما له نظره خوشحالي هغه وخت راتللی شي چې په هېواد کې داخلي او بهرنی کړکیچ ختم شي، آزادي وي، د خلکو لومړني ضرورتونه پوره وي، د بهرنیو هېوادونو په څیر چاپیریال ولرو خو چې دین ته مو په کې زیان ونه رسیدلی او مفني اړخونه یې نه وي.

صفي الله ناصري لیکي د یو څه په هکله ښه احساس ته خوشحالي وايي.

عبدالقیوم عمري وايي زما لپاره خوشحالي هغه ده چې سوله وي او ټول خلک له غلاوو پرته ژوند ولري.

ګل شیان اریانزی وايي د خوشحالۍ لپاره هر څوک خپل جلا جلا تعریف او معیار لري خو زما په نظر خوشحالي خپل مقصد ته رسیدل ده.

سید احمد علمي لیکي په وطن کې چې امن وي ټول افغانان به په روحي ستونزو نه اخته کېږي.

منظور الله منظور وايي له رواني ستونزو څخه خلاصون خوشحالي ده.

تسل افغان وايي خوشحالي هغه ده چې د بل په خوشحالۍ کې خپله خوشحالي ولټول شي.

خوشحال خان لیکي خوشحالي یوازې په سولې، ورورګلوۍ او اتفاق کې ده.

هدایت الله حقیار وايي خوشحالي د غم ضد ده

الاخلیج په نامه یو څوک لیکي خوشحالي روغې سټې، په کور کلي او وطن کې اتفاق ته وايي.

جمیل فضلي لیکي خوشحالي په لغت کې اخلاص او صداقت ته وايي او په اصطلاح کې ظاهري مسکا ته وايي مسلمان باید تل خوشحاله وي ځکه چې پیغمبر (ص) وايي تاسو تل خوشحاله اوسۍ

فریدالدین مفکر وايي موږ هیڅ کله خوشحاله اوسېدلي نه یو نو خوشحالي به څنګه وپیژنو چې خوشحالي یعني څه؟

دور محمد هم پوښتنه کوي چې د بمونو په اوازونو او فساد څخه ډکو ادارو کې به خوشحالي له کومه شي؟

سمیع شینواری لیکي چې تر ټولو مهمه روغتیا ده.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .