پېلوځی: د هند سینما ۱۰۰ کلنه شوه

د خپريدو وخت: 15:48 گرینویچ - جمعه 22 مارچ 2013 - 02 وری 1392

ميډيا پلير

د هند د فلم صنعت په نړۍ کې تر ټولو لوی او اوږد صنعت دی. هند هر کال د هېواد د ننه او بهر لیدونکو ته شاوخوا زر فلمونه جوړوي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د هند د سینما ستوري تر هاليووډ هم زیات شهرت ته رسېدلي دي.

د هند د فلم صنعت په نړۍ کې تر ټولو لوی او اوږد صنعت دی. هند هر کال د هېواد د ننه او بهر لیدونکو ته شاوخوا زر فلمونه جوړوي.

د هند د سینما ستوري تر هاليووډ هم زیات شهرت ته رسېدلي دي. د بېلګې په توګه شاهروخان او اشواريا رای تر ټام کروز او جولیا رابرټ زیات مشهور شوي دي.

تر ۲۰۰۸م کال پورې امریکایي سینما هندي فلمونه نه خپرول خو اوس د باليووډ فلمونه ښيي.

په لاس انجلس کې د نڅا سټوډیو ګانې نڅا ښيي او په کلمبیا، ډيزني، فاکس او نورو سینمايي شرکتونو کې له بالیووډ سره د ګډو فلمونو د جوړولو هڅې کېږي.

د امیتابهچن په څېر مشهورې څېرې په هالیووډ کې له زیات درنښته برخمنې دي.

د هند فلمونه موزیک، مینه، کورني ارزښتونه، کمیډي او خوښي سره ګډوي، چې د بري راز يې په څه کې دی؟

امریکا د ورتلونکو زده کوونکو موسم اعلان کړ

کابل کې د امریکا سفیر جېمز کېنېنګهم په نړۍ کې د زده کوونکو د تر ټولو ستر پروګرام، فولبرایټ د موسم رسمي پيل اعلان کړ.

دا پروګرام د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت له خوا چلېږي چې هرکال زرګونه زده کوونکي د امریکا په بېلا بېلو پوهنیزو موسسو کې وړیا زده کړې کوي او بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

فولبرایټ پروګرام په ۱۹۴۶م کال کې پيل شوی او تر اوسه څه د پاسه ۳۰۰ زره زده کوونکي ترې برخمن شوي دي.

افغانستان هم د دې پروګرام له لارې امریکا ته زده کوونکي لېږلي دي. لومړني افغان زده کوونکي په ۱۹۵۲م کال کې استول شوي دي.

خو په افغانستان کې د بدلونونو له امله دا بهير د ۲۳ کلونو لپاره ودرېد.

افغانستان کې د امریکا سفارت وایي له ۲۰۰۳م کاله راهیسې شاوخوا ۴۰۰ افغان زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره استول شوي او سږ کال به څه د پاسه ۸۰ افغان زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره استول کېږي.

امریکا د هر زده کوونکي پر سر ۱۰۰ زره ډالر لګوي.

ترکیه کې افغان زده کوونکي قاموس جوړوي.

په ترکیه کې افغان زده کوونکي په خپل نوښت او خپل لګښت پښتو ترکي- قاموس جوړوي.

د انجینرۍ، طب او نورو پوهنځیو زده کوونکي وایي دوی پښتوـ ترکي قاموس نه لاره او له همدې امله ترکیې ته تر تګ وروسته له زیاتو ستونزو سره مخ شول.

د زده کوونکو دا ډله وایي اوس په پام کې لري چې یو لوی قاموس جوړکړي.

د دوی په ګومان دا به د راتلونکو زده کوونکو لپاره ګټور پرېوځي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .