د خامو زرو په لټه کې

د خپريدو وخت: 09:28 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392
    • د افغانستان په تخار ولایت کې سلګونه کسان د زر مینځلو په کار بوخت دي.
    • دغه کسان د سېند له غاړې د رایستل شوي رېګ او جغل تر مینځلو وروسته، په شګو کې د خامو زرو موندلو په لټه کې وي.
    • دغه کارکوونکي وايي، د یوې ګولې ډوډۍ موندلو لپاره یې دغه کار پیل کړی دی.
    • خو د دغه ولایت ځینې اوسېدونکي وايي، د سېند تر غاړې کیندنې او کار کول د سړک غاړې د خرابوالي لامل ګرځي.
    • د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي مني، چې دغه کار د سېند د څنډو او مورګو د خرابوالي لامل کېږي.
    • دغه کارکوونکي د کولنګ، بېلچې، جبل او داسې نورو وسایلو په مټ کیندنه کوي او په مینځل شویو تیږو کې خام زر لټوي.
    • د سیمې یو کارکوونکی رییس خان وايي، سربېره پردې چې خام زر یې موندلی، له تیږو یې هم ګټه وټه ترلاسه کړې ده.
    • کارکوونکي په ګډه کار کوي، خو ګټه هم پخپلو کې په مساوي ډول سره وېشي.
    • په دغه کار کې ماشومان هم تر سترګو کېږي، چې وايي دا کار ډېر ګران ورته تمامېږي، خو مجبور دي چې ویې وکړي.
    • کارکوونکي وايي، چې د زر مینځلو له لارې د ترلاسه کېدونکو پیسو مالیه دولت ته ورکوي.
    • که څه هم له دې کاره کارګرو ته ګټه رسېږي، خو د تالقانو سیمه ییز اوسېدونکي وايي، چې دا کار د لارې د خرابېدو او ړنګېدا سبب کېږي.
    • د تالقان اوسېدونکي له دولته غواړي، چې ددې کار مخه ونیسي.
    • په تخار کې د زر موندلو په موخه د زر مینځلو کار له څو کالو راهیسې دوام لري. ځینې وخت په دغه کار کې خلکو ته مالي او ځاني تلفات هم اوښتي دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .