فساد ضد سپارښتنې ولې نه دي پلې شوي؟

د خپريدو وخت: 16:19 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392

ميډيا پلير

په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د څارنې او ارزونې خپلواکه او ګډه کمېټه وايي، د افغانستان د دولتي ادارو او نړیوالې ټولنې لخوا د دغې ادارې یو شمېر فساد ضد سپارښتنې پلې شوې دي، خو په وینا یې د دې مبارزې لپاره لا ډېر نور کار ته اړتیا ده.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د څارنې او ارزونې خپلواکه او ګډه کمېټه وايي، د افغانستان د دولتي ادارو او نړیوالې ټولنې لخوا د دغې ادارې یو شمېر فساد ضد سپارښتنې پلې شوې دي، خو په وینا یې د دې مبارزې لپاره لا ډېر نور کار ته اړتیا ده.

دغه بنسټ په خپل یوه تازه خپاره کړي رپوټ کې ویلي، چې یوازې ۲۰ سلنه سپارښتنې یې په بشپړ ډول پلې شوې دي او ۲۲ سلنه نورې یې هېڅ نه دي پلې شوي.

د فساد ضد ګامونو د څارنې دغې ادارې پر پخوانیو سپارښتنو سربېره پر یو شمېر نویو سپارښتنو ټینګار کړی دی.

د دې موضوع د لاسپيناوي په غرض مو د همدې ادارې صلاح کار نعمت الله ساير وپوښت.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .