په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېښور کې هدفي وژنې ولې ډېرې شوي؟

د پاکستان خېبر پښتونخواه ايالت مرکزي ښار پېښور کې په ظاهره هدفي بريد کې شيعه مذهبه چارواکى خواجه عمران وژل شوى دى.

د سيمه ييزو چارواکو په وينا دغه پېښه د ګلبرګ په سيمه کې شوې ده. ښاغلی عمران او زوى يې په موټر کې روان وو چې د نامعلومو وسله والو لخوا پرې ډزې وشوې.

په ډزو کې ښاغلی عمران ځاى پر ځاى وژل شوی او زوى يې سخت ټپي شوى چې اوس په روغتون کې تر درملې لاندې دى.

بريد کونکي په تېښته بريالي شوي دي. پوليس وايي دا ښايي فرقه ييز بريد وي. تر دې دمه هېڅ يوې ډلې د بريد پړه نه ده منلې خو په پخوا کې د دې ډول بريدونه پړه د لښکر جنګوي اورپکې ډلې په غاړه اخیستې وه.

په تېرو دوه ورځو کې په پېښور کې دا د خپل ډول دویمه پېښه ده. پيښور کې په دې وروستيو اونيو کې په فرقه ييزو بريدونو کې زياتوالى راغلى دى.

د سياسي چارو کارپوه رحيم الله يوسفزي مو وپوښت چې په فرقه ييزو بريدونو کې د زياتوالي راتلو د لاملونو څه دي؟